افغانستانمهم خبرونهنړۍ

امير خان متقي وايي دزلزله ځپلو دمرستې لپاره دې امريکا دافغانستان شتمنۍ خلاصې کړي

طالبانو له امريکا څخه يوځل بيا غوښتنه کړې ده چې   دافغانستان بهرنۍ پنګې دې  خلاصې کړي او په هغوي دې اقتصادي بنديزونه  ختم کړي ترڅو  جګړه ځپلى هيواد په تيرو دوو لسيزو کې شوې ترټولو دخونړۍ زلزلې وروستو رامينځته شوى وضعيت قابو کړي.

  ملګرو ملتونو ويلي  دطالبانو دچارواکو سره په ګډه  دبشري خواخوږۍ په اساس کارکوونکې ډلې  په پکتيکا او خوست ولايتونو کې  زلزله ځپلو ته مرستې ورکوي، دافغانستان په دغه دواړو ولايتونو کې  دنهې او شورو په مينځ شپه شوې د5٫9 شدت زلزلې په لويه پيمانه تباهي خوره کړې ده.

 دملګرو ملتونو  په يو بيان کې ويل شويدي  ورته داسې اطلاعات دي چې  دزلزلې له امله په زياتو ځپل شوو ولسواليو کې  د700ؤ څخه تر 800ؤ پورې کورنۍ  په ډاګه ژوند تيروي.

 په بيان کې ويل شويدي کومو ودانيو ته چې زيان رسيدلى او يا کومې چې په جزوي ډول هم ړنګې شوي، دهغې اوسيدونکي  هم  دزلزلې دنورو جړقونو له ويرې په ډاګه ژوند کوي.

 دطالبانو دچارواکو له مخې دغه زلزلې 1150 کسان وژلي، خواوشا 1600 يې ژوبل کړي او نزدې 300 کورونه يې ړنګ کړي او ددې ترڅنګ په سلګونو  نورو کورونو ته جزوي زيان رسيدلى دى، زياته تباهي   دپاکستان پولې ته نزدې  دافغانستان لرې پرتو غرايزو  اوغربت ځپلو سيمو کې رامينځته شوې ده  کومې چې ددغه رقم افتونو په مهال باقي پاتې کيدونکى انفراسټرکچر نه لري، دملګرو ملتونو دماشومانو ادارې يونيسيف له مخې  په مړو شوو کې 121 ماشومان هم شامل دي او احتمال دى چې شميره يې نوره هم سيوا شي.

 افغان چارواکو دژوندو بچ شوو کسانو لپاره لټونه ودرولې  او هغوي  زلزله ځپلو ته دپکار مرستې ورکولو کې  دوسايلو دکمي له امله دستونزو سره مخ دي.

 دطالبانو  خارجه وزير امير خان متقي  په کابل کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ويلي دي”  دازمېښت په دې شېبو کې مونږ په امريکا غږ کوو چې  دافغانستان  کنګل شوې شتمنۍ خلاصې کړي  او په افغان بانکونو بنديزونه ختم کړي  ترڅو امدادي ادارې  په اسانۍ سره افغانستان سره مرسته وکړي “

  دامريکا ولسمشر جوبايډن دفرورۍ په مياشت کې  يو انتظامي امر جاري کړى و چې مقصد يې  دامريکا په خاوره  دافغانستان دمرکزي بانک  دموجودو 7ؤ بلينو کنګل شوو شتمنيو څخه دنيمو خلاصول وؤ، دغه پېسې به  دافغان ولس په ګټه کارولى شي او پاتې نورې به په ممکنه ډول  دطالبانو خلاف دقانوني مقدمو کوونکو دتسکين لپاره کارولى شي.

 دسپينې ماڼۍ  پريس سيکتر جين پير دخالي په ورځ خبريالانو ته ويلي  “مونږ ددې پېسو داستعمال په اړه دپيچيده پوښتنو هوارولو لپاره  په بيړنۍ توګه کار کوو، ترڅو دا خبره باوري کړو چې  له دې څخه  طالبان نه بلکې دافغانستان خلک ګټه پورته کړي”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button