پاکستانسیاستمهم خبرونه

دسندهـ په 14ؤ ضلعو کې بلدياتي ټاکنې،نښتو کې په لسګونو کسان ژوبل

دسندهـ صوبې په 14ؤ ضلعو کې دبلدياتي ټاکنو دلمړي پړاؤ لپاره دووټونو اچولو عمل روان دى، سحر په 8 بجې پيل شوى دووټونو اچولو عمر به ماذيګر تر 5ؤ بجو پرته له کومې دمې دوامداره وي.

 دانتخابي عمل دلارې يو کروړ او 10 لکه ززيات ووټ اچوونکي  دشپږو کلونو څخه له زياتې مودې وروستو دخپلو ښارونو او کليو دبلدياتي  نظام لپاره دخپلو استازو ټاکنه کوي، په سندهـ کې  دلمړي پړاؤ لاندې د4ؤ ډويژنو په 14ؤ ضلعو کې بلدياتي ټاکنې ترسره کيږي.

 په کومو څلورو ډويژنو کې چې ټاکنې ترسره کيږي په هغې کې سکهر، لاړکانه، شهيد بې نظير اباد او ميرپور خاص شامل دي، ددغو4ؤ ډويژنو په 14ؤ ضلعو کې ګهوټکي، سکهر، خيرپور، لاړکانه، قمبر شهداد کوټ، کشمور کندهـ کوټ، شکارپور، جيکب اباد، نوشهرو فيروز، شهيد بې نظير اباد، سانګړهـ، ميرپور خاص، عمر کوټ او تهرپارکر شامل دي.

 بل اړخ ته په کندهـ کوټ کې ددوؤ ډلو ترمينځ په يو بل  دډنډو دلارې دبريد کولو خبر ترلاسه شويدى، په دغو نښتو کې 20 کسان ژوبل شوي چې پکې پينځه سخت ژوبل شويدي.

دجيکب اباد تهل تحصيل څخه هم دتشدد خبر ترلاسه شويدى، خلکو په يو بل څوک څپيړه کړې  دکوم وروستو چې دغلته دووټونو اچولو عمل هم ودرول شويدى، په دغو نښتو کې هم لس کسان ژوبل شوي چې پکې دوه کانديدان هم شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button