پاکستانقبائلمهم خبرونه

شمالي وزيرستان کې پوځ سره نښته کې 4 ترهه ګر وژل شوي،ايي ايس پي ار

 امنيتي ځواکونو دخېبرپښتونخوا قبايلي سيمه شمالي وزيرسان کې دترهه ګرو دشتون په پټ خبر عمليات کړي او دغلته يې څلور ترهه ګر وژلي دي.

 دپاکستاني پوځ  دعامه اړيکو څانګې( ايي ايس پي ار) له لوري دې لړ کې دجاري کړى شوي بيان له مخې دشمالي وزيرستان په دوسالي سيمه کې  ترهه ګرو سره دډزو په تبادله کې څلور ترهه ګر وژل شويدي، دوژل شوو ترهه ګرو څخه وسله او ګوله بارود هم لاسته راوړل شويدي.

په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې  امنيتي  وضعه پرله پسې په خرابيدو، په سيمه کې يوځل بيا ترهه ګريز فعاليتونه سيوا شوي، په امنيتي ځواکونو   په دې وروستيو کې  دترهه ګرو له لوري ګڼ بريدونه ترسره شوي چې پکې   ګڼو عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړيدى.

په سيمه کې دخرابيدونکې امنيتي وضعې له امله  ځايي خلک داندېښنې څرګندونه کوي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دامن وامان پځايې کولو لپاره دې کلک ګامونه واخلي.

  په 24م جون دخېبرپښتونخوا دډيره اسماعيل خان په کولاچي سيمه کې  امنيتي ځواکونو سره په ډزو کې دوه ترهه ګر وژل شوي وؤ.

همدغه راز امنيتي ځواکونو په 19م جون  مينځني مکران کې  په پټ خبر عمليات کړي وؤ اؤ دبلوچستان لبريشن فرنټ شپږ ترهه ګر يې وژلي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button