مهم خبرونهنړۍ

دناروى پلازمېنه اوسلو کې دډزو له امله 2 کسان وژل شوي،21 ژوبل

 دناروى پلازمېنه اوسلو کې  دډزو په يوه پېښه کې لږ ترلږه دوه کسان وژل شوي او 21 نور ژوبل شويدي، دناروى پوليسو دغه ډزې ترهه ګريزه پېښه ګرځولې او يو مشکوک تن يې نيولى، دډزو وروستو په ښار کې روان پرايډ مارچ هم منسوخ کړى شويدى.

 دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي دراپور له مخې  دترهه ګرۍ دمخنيوي ادارې ناروى ډوميسټک انټلي جنس سروس( پي ايس ټي) ويلي  دغه بريد ته د”اسلامي ترهه ګرۍ”  په نظر ګوري

دپي ايس ټي مشر راجر برج ويلي ملزم دتشدد او دړکو اوږد تاريخ لري او زياته کړې يې ده چې  استخباراتي شبکو دملزم سره تيره مياشت خبرې کړې وې خو په دې يې غور نه و کړى چې هغه دتشدد ارادې لري.

 هغه ويلي ورته معلومه ده چې مشکوک تن ددماغي روغتيا له امله دمشکلاتو ښکار پاتې شويدى.

 دملزم وکيل جان کرسچن ايلډن دناروى خبري ادارې  اين ټي بي ته ويلي توقعو لري چې دهغه موکل به دذهني کيفيت دجاج اخستو لپاره په عدالتي  مشاهده کې وساتلى شي څنګه چې په عامه توګه په دغسې کيسونو کې کيږي.

 دناروى ميډيا دمشکوک تن نوم زنيار ماتپور ښودلى او ويلي يې دي هغه په وړوکوالي کې له ايران څخه دغلته ورغلى و.

 دپوليسو وينا ده چې په بريد کې 21 کسان ژوبل شوي او 10 سخت ژوبل شوي دي، خودکاره وسله او لاسي  ټوپک هم په قبضه کې اخستل شويدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button