پاکستانمهم خبرونهنړۍ

پوليس وايي دجنوبي افريقې په نايټ کلب کې د22ؤ کسانو مړي ترلاسه شويدي

 دجنوبي افريقې  جنوبي ښار  ختيځ لندن   ديو نايټ کلب څخخه لږ ترلږه  ددوه ويشتو ځوانانو مړي ترلاسه شويدي

 يوې سيمه ييزې ورځپاڼې ډسپيچ لايو پخپل راپور کې ويلي په ميزونو، کرسو او فرش مړي خواره واره پراته دي  دټپونو يې کوم ډاګيز علامتونه نشته.

 دايسټرن کيپ صوبايي روغتيا دمحکمې يو وياند داتوار په ورځ ويلي  په مړو شوو کې ښځې او سړي دواړه شامل دي.

په مقامي ټي وي چينل ښکاري چې پوليس افسران دنايټ کلب څخه بهر دراټولو شوو پاريدلو کسانو دپه ارام کولو هڅه کوي

له دې وړاندې دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي ترمخه دپوليسو سيمه ييز مشر بريګيډيډير تيمبنکوسي کنانا ويلي  هغوي ته د17ؤ کسانو په اړه راپور ترلاسه شويدى چې په ختيز لندن کې دسينري پارک سيمه ييز هوټل کې مړه شويدي.

 هغه ويلي  تراوسه ددغه پېښې دمحرکاتو  په اړه پلټنې کوي او زياته کړې يې ده چې دمړو شوو ځوانانو عمرونه د18ؤ څخه تر 20ؤ کلونو وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button