افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دطالبانو نړيواله تنهايي دزلزله ځپلو په مرسته کې خنډ جوړيږي

دافغانستان په ختيزه برخه کې هاغه ړنګونکې زلزلې چې لږ ترلږه 1000 کسان يې وژلي او دپاکستان پولې ته نزدې يې په لرې پرتو کليو کې کورونه تباه کړي، خواوشا يو کال دمخه واک ته درسيدلو طالبانو لپاره لويې چيلنج راولاړ کړيدى.
دنړيوالې خبري ادارې رويټرز دراپور له مخې دغه سخت دريځه ډله په يو داسې هيواد حکومت کوي چې داوچکالۍ، لوږې او اقتصادي کړکيچ دستونزو سره مخ دى او دغلته تر لسيزو ددوامداره پاتې شوې شخړې اغيزې محسوسيږي.
اوس دغلته دزلزلې خطرو دانتظاميې حدود څرګند کړي کومه چې په لويه پيمانه له نړۍ بيله ده او دنغدو پېسو او وسايلو دسخت کمي سره مخ ده.
په افغانستان کې دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو پرمختيايي مرستې ودرول شوي او بشري مرستې دوامداره دي، دافغانستان داربونو ډالرو پنګې بهر کنګل کړى شوي او دلويديز له لوري پرې دبشري او په ځانګړې توګه دجينکو او ښځو دحقوقو په معامله فشار راوړل کيږي.
دوسله والو ډلو دمرکز شريک ډايريکټر او دطالبانو او ولسي وګړو ترمينځ داړيکو کارپوهه اشلى جيکسن وينا ده دطالبانو واک ته له رسيدو او دمعاشي کړکيچ وروستو به ضروري طبي، خوراکي او دبيارغونې په اړه مرسته ډيره مشکله شي.
تر دې مهاله يو موټى زړې هيلي کاپټرې په زياتو اغيزمنو سيمو کې الوتنې کوي، ژوبل شوي کسان بهر وړي او دخوراک او دوايانو درسد کار کوي.
جيکسن ويلي پوښتنه دا ده چې ايا دا افت به نړيواله ورورولي هاغه له زيان ډکو قيمتونو په اړه پوښتنې ته جوړه کړي کوم چې دهغوي تګلارې د عام افغان ولس لپاره لري؟
دايشيا لپاره دنړيوال خونديتوب دکميټې مرستيال مشر عدنان جنيد ويلي نړيواله ورورولي بايد يوه نقشه جوړه کړي دکومې دلارې چې دپرمختيايي مرستې دپځايې کولو تګلاره جوړه کړى شي، مرکزي بانک ته دې تکنيکي مرسته ورکړى شي او دافغانستان غيرملکي زرمبادله دې پځايې کړى شي.
طالبانو له نړيوالې ورورولۍ مرسته غوښتې او ګڼو هيوادونو دبشري مرستې ژمنه کړې چې پکې ځينې دغه مرسته ورسوي هم، بين المللي امدادي ادارې هم ورسره مرسته کوي.
خو تکنيکي مرسته چې پکې دکارپوهانو دلټونې او خونديتوب ټيمونه هم شامل دي تردې مهاله نه دي ورليږل شوي، دغه ټيمونه له بهر څخه په چټکتيا الوت کولى شي.
دملګرو ملتونو دچارواکو او پاکستاني سرچينو له مخې دترکيې او پاکستان ټيمونه چمتو دي.
بل اړخ ته وزيراعظم شهبازشريف تيره ورځ دافغانستان دريس الوزرا محمد حسن اخند سره تيليفوني خبرو کې دزلزلې وروستو په مشکل حالاتو کې دافغان ولس سره ديو والي څرګندونه کړې ده.
هغه ملا حسن اخند دپاکستان له لوري دورکړى شوې بيړنۍ مرستې له جزئياتو څخه هم خبر کړيدى، دپاکستان له لوري افغانستان ته ليږل شوې مرسته کې بيړنۍ دوايانې، خيمې، ترپالونه او کمبلې شامل دي.
وزيراعظم ويلي دسختو ژوبل شوو کسانو دعلاج لپاره پاکستان ته دراليږلو په غرض دغلام خان او انګور اډې پولې پرانستل شويدي.
هغه ويلي پاکستان دګډو اړيکو مضبوطولو ژمنه کړې کوم چې دسولې، پرمختګ او ثبات لپاره مهم دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button