افغانستانمهم خبرونهنړۍ

پکتيکا کې دوهمې زلزلې 5 کسان وژلي،11 ژوبل

دافغانستان دپکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې دجمعې په ورځ ددويمې زلزلې له امله لږ ترلږه پينځه کسان مړه او لس نور ژوبل شويدي.
دافغانستان دملي راډيو تيليويزيون مشر احمدالله وقيق پخپل يو ټويټ پيغام کې ليکلي زلزله دجمعې په ورځ سحر لس بجې شوې چې له امله يې پينځه هيوادوال مړه او يوولس ژوبل شويدي.
په افغانستان کې دنهې او شورو په مينځ شپه د5٫9 شدت په راغلې يوه زلزله کې لږ ترلږه 1000 کسان مړه شوي،1500 ژوبل شوي او خواوشا 2000 کورونه پکې ړنګ شوي وؤ دکوم وروستو چې دنړيوالې ورورولۍ له لوري افغانستان کې دزلزله ځپلو سره دمرستو لړۍ دوامداره ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button