افغانستانمهم خبرونهنړۍ

امريکا دزلزله ځپلو دمرستې لپاره دطالبانو دخواست انتظار نه کوي

امريکا دطالبانو له لوري دباضابطه خواست دانتظار کولو پرته دافغانستان لپاره مرسته ليږل پيل کړيدي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزير انټوني بلنکن له خپل دفتر څخه په جراي کړي بيان کې ويلي دبشري خواخوږۍ امريکايي شراکت داران له وړاندې څخه غبرګون ښايي، چې پکې داغيزمنو خلکو دمرستې لپاره طبي ټيمونه ليږل شامل دي او هغوي دردعمل دنورو لارو چارو جاج اخلي.
دطالبانو حکومت تر دې مهاله واشنګټن ته له زلزلې وروستو دمرستې لپاره وينا نه ده کړې خو ددغه کړکيچ دمخنيوي لپاره يې دټولو هيوادونو، بين المللي ډلو، کسانو او تنظيمونو څخه مرسته غوښتې وه.
دامريکا دبهرنيو چرو وزير ويلي دافغانستان ولس دغيرمعمولي مشکلاتو سره مخ شوى او دغه قدرتي افت دوړاندې څخه سنګين بشري وضعيت پراخوي.
په ډاګه دې وي چې په افغانستان کې دنهې او شورو په مينځ شپه د5٫9 شدت په راغلې يوه زلزله کې لږ ترلږه 1000 کسان مړه شوي،1500 ژوبل شوي او خواوشا 2000 کورونه پکې ړنګ شوي وؤ، دزلزلې وروستو دافغانانو په ستونزو کې نوره اضافه هم شوې ده خو نړيواله ورورولي دتنهايۍ ښکار طالبانو حکومت سره مرستې ته چمتو نه ده او يواځې دبشري خواخوږۍ په اساس دافغانانو سره دمرستو لړۍ دوام لري.
بل اړخ ته دکانګريس يوې څارونکې ادارې دامريکا دبين المللي پرمختګ په اداره او دامريکا په خارجه محکمه تور پورې کړى چې افغانستان څخه دامريکا دراوتلو او ددغه هيواد دطالب واکمنانو په اړه يې ترې معلومات ايسار کړي.
دافغانستان دبيارغونې لپاره ځانګړي انسپکټر جنرل( سيګار) په 22م جون په يو خط کې خپل شکايتونه ليکلي کوم چې هغوي دامريکا دبهرنيو چارو وزير او ديو ايس ايډ منتظم ته ليږلي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button