افغانستانمهم خبرونه

طالبان وايي دګوانتانامو زندان کې بندي افغان خوشې شو

دافغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي په کيوبيا کې دامريکايي زندان ګوانتانامو څخه يو افغان بندي خوشې کړى شوى او دوي ته سپارل شويدى.
په امريکايي چارواکو په دغه زندان کې په زندانيانو ترټولو دبد تشدد کولو ، دهغوي په پنجرو کې دبندي کولو او دتپوس پوښتنو د غيرقانوني حربو کارولو تورونه پورې کړى شويدي.
دطالبانو دلوړپوړو مشرانو په ګډون له دغه زندان څخه زياتره بنديان په تيرو کلونو کې خوشې کړى شويدي خو اسدالله هارون پرته له کوم تور څخه دغلته ساتل شوى و.
دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي دراپور له مخې په پېښور کې دهغه ورور رومان خان ويلي دهغه په ضد لګول شوي تورونه دروغ وو او دهغه خوشې کولو د ا خبره ثابت کړې ده چې هغه بې ګناه و خو څوک به هغه دغه کلونه واپس کړي؟
هغه ويلي دجمعې په ورځ وختي ورته دهغه دخوشې کيدو خبر ورکړى شويدى.
هغه اى ايف پي ته ويلي چې “دا لکه چې زمونږ په کور کې اختر وي” ، ” دا زمونږ لپاره ډېرې جذباتې شېبې دي ”
41 کلن اسدالله هارون دکال 2007م راهسې دګوانتانامو په زندان کې دخطرناکو ترهه ګرو په تور بندي و او هغه اوس په قطر کې دى، هغه امريکايي ځواکونو په کال 2006م کې دپاکستان او افغانستان ترمينځ دشاتو دمچو دکاروبار کوونکي په توګه نيولى و.
دامريکې حکومت هغه په کال 2007م کې ګوانتانامو زندان ته ليږلى وى، په هغه يې دالقاعده سره دتړون او ديوې بلې تندروه ډلې حزب اسلامي دکمانډر په توګه دخدماتو تورونه پورې کړي وؤ.
دهغه کورنۍ، چې په کال 1979 کې په افغانستان دسوويت دبريد په مهال افغانستان ته تښتيدلې وه، مني چې هغه دمهاجرينو پخپل کيمپ کې دنورو ډيرو کسانو پشان دحزب اسلامي يو غړى پاتې شوى و خو ويلي يې دي چې هغه دالقاعده سره کومې اړيکې نه لرلې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې داسدالله هارون په نوم دغه بندي داسلامي امارت دهلو ځلو او امريکا سره دمخامخ او مثبت تعامل په پايله کې دګوانتانامو له زندان څخه خوشې شويدى او اوس يواځې يو افغان په ګوانتانامو زندان کې پاتې دى.
ذبيح الله مجاهد ويلي هڅه کوي چې هيڅ افغان په نورو هيوادونو کې دمظلوميت په حال کې پاتې نه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button