پاکستانمهم خبرونه

داسلام اباد هايکورټ مشر قاضي وايي دبې درکه کسانو کميشن بوج جوړ شويدى

داسلام اباد هايکورټ ويلي دي دقاضي ريټايرډ جاويد اقبال په مشرۍ دبې درکه کسانو کميشن يو بوج جوړ شويدى او دخپل وجود په جواز وړاندې کولو کې ناکامه دى.
دډان ورځپاڼې دراپور له مخې دجبري بې درکيو په اړه پلټنيز کميشن په کال 2011کې جوړ شوى و او له هغې راپديخوا يې قاضي (ر) جاويد اقبال مشري کوي.
دغ کميشن دبې درکه کسانو ددرک لګولو او ددوي په ذمه وارانو کسانو يا تنظيمونو دذمه وارۍ اچولو لپاره جوړ کړى شوى و، دکميشن داوسني راپور له مخې د2011م څخه تراوسه بې درکه کسانو کې يواځې دريمه برخه کورونو ته ستانه شويدي.
داسلام اباد هايکورټ مشر قاضي اطهر من الله دبې درکه کسانو په کيس کې يو حکم جاري کړى چې پکې ويل شويدي هرکله چې ددې نتيجې راويستلو لپاره کافي شواهد موجود وي چې پشي شا دا دجبري بې درکۍ مقدمه ده نو دا درياست او ددې دټولو ادارو ذمه واري جوړيږي چې هغوي دبې درکه کسانو درک ولګوي، دا ذمه واري به تر هاغه وخته وي ترڅو چې داغيزمن تن درکه ونه لګولى شي يا يې دقسمت په اړه دموثره پلټنو دلارې باوري معلومات راټول نکړى شي.
په عدالتي حکم کې ويل شويدي چې دا درياست دهرې ادارې ذمه واري جوړيږي چې هاغه عوامي ادارې ذمه وارې جوړيږي چې مسولې دي او کومې چې دبې درکه شوو وګړو حفاظت او دهغوي درک لګولو کې دخپلو فرايضو ترسره کولو کې ناکامه راغلي دي، عدالت حکم کې ويل شويدي چې په ريکارډ داسې کوم څيز نه شي وړاندې کيدى چې کميشن په کور ناستې سره سم دحکومتي چارواکو دپروډکشن آرد په تعميل کې په ناکامۍ دهغوي دذمه وار جوړولو هڅه کړي وي.
محکمه راپور ته له کتلو وروستو دا رايې ورکوي چې کميشن پخپله ذمه وارۍ کې ناکامه راغلى او نه هم هغه په دې حالاتو کې دخپل وجود جواز وړاندې کولى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button