افغانستانمهم خبرونه

حکمتيار وايي پاکستان او افغانستان دې دباور کمى ختم کړى

دافغانستان پخواني وزيراعظم او دحزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار دپاکستان او افغانستان په حکومتونو ټينګار کړى چې دسيوا کيدونکې خلا دمخنيوي لپاره دې مخلصانه او موثره اقدامات وکړي ځکه دهغوي ګډ دښمن به له وضعيت څخه ګټه پورته کړي او ددواړو هيوادونو خلک به دتکليف سره مخ شي.
دانګريزۍ ددي نيوز ورځپاڼې په يو راپور کې ويل شويدي په کابل کې پخپل کور کې دپاکستاني طالبانو ديوې ډلې سره په خبرو کې ګلبدين حکمتيار وويل ددواړو اسلامي ګاونډيو هيوادونو ترمينځ داعتماد دفقدان او غلط فهميو دمخنيوي لپاره بايد اقدامات وکړى شي،” زه وينم چې دکابل او اسلام اباد ترمينځ خلا سيوا کيږي او بل اړخ ته کابل او ډيلى يو بل ته نزدې کيږي”
هغه ويلي که چرې پاکستان دتحريک طالبان( ټي ټي پي) په اړه ځينې اندېښنې لري نو دغه معامله دې دمخلصانه هلو ځلو دلارې هواره شي، هغه وويل ټي ټي پي دلته دامريکايي جارحيت په مهال جوړه کړى شوې او فعاله کړى شوې، دا يوه زړه معامله ده او دا دافغانستان په موجوده حکومت پسې تړل نه دي پکار.
هغه وويل” مونږ ددې معاملې هوارى غواړو، مونږ ددې مقصد لپاره دطالب مشرانو سره خبرې کړيدي” طالبانو هم ددغه معامله دهواري لپاره هڅې کړي ځکه چې ددې نور خرابيدل به دنورو ستونزو لامل شي کوم چې ددواړو هيوادونو لپاره ښه نه دي.
دتندروه ډلې داعش په اړه ګلبدين حکمتيار وويل دغه يوه لويه معامله نه ده، دا هم دامريکايي جارحيت په مهال مخې ته راغلې وه، دې ډلې ته دځينو هيوادونو داستخباراتي شبکو ملاتړ ترلاسه دى، په کابل کې دسيکهانو په ګوردواره بريد ته په اشارې کولو سره ګلبدين حکمتيار وويل يو مسلمان هم په جومات او يا دغيرمسلمو په عبادت خانه هم دبريد تصور نه شي کولى

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button