پاکستانمهم خبرونه

وزيراعظم شهباز شريف وايي دغربت خاتمې لپاره به په لويو صنعتونو 10 فيصده ټيکس لګولى شي

وزيراعظم شهبازشريف اعلان کړيدى چې په هيواد کې دغربت خاتمې لپاره به په لويو صنعتونو 10 فيصده ټيکس لګولى شي.
په اسلام اباد کې دجمعې په ورځ دخپل معاشي ټيم سره له غونډې وروستو په وينا کې وزيراعظم وويل حکومت په سختو پريکړو کولو مجبور دى خو هم ددې له امله به هيواد دديواليه کيدو په غاړه له ودريدو څخه اوځي.
وزيراعظم پخپله وينا کې اعلان کړى چې په کومو څآنګو دټيکس نفاذ شوى په دې کې تېل او ګيس،دڅرې صنعت، سيمنټ، دچينۍ صنعت، دبانکونو څانګه او آټو موبايل صنعت شامل دي.
هغه دا اعلان هم کړى چې په پاکستان کې په 15 کروړه کليز امدن لرونکو کسانو يو فيصده، په 20 کروړه امدن ګټونکو دوه فيصده، په 25 کروړه ګټونکو درې فيصده او په 30 فيصده کروړه امدن لرونکو څلور فيصده ټيکس لګول کيږي.
پخپله وينا کې شهبازشريف هيله څرګنده کړې ده چې که چرې اوس ايي ايم ايف کوم بل شرط کېنښودو نو هيله ده چې تړون به ترسره شي، غه وويل دپاکستان دسنګينو خطرو څخه ژغورلو لپاره ايتلافي حکومت په مشورې سره جرائتمندانه پريکړې کړيدي.
وزيراعظم شهبازشريف وويل دحکومت سمبالولو وروستو دهغوي سره دوه لارې وې يوه دټاکنو اصلاحات او دضروري اصلاحاتو په ترڅ کې دټاکنو ترسره کولو اړخ ته تګ او دوهمه سخت پريکړې کول او دپاکستان ډوبيدونکى معيشت ژغورل.
هغه وويل دهغوي لپاره لمړۍ پريکړه اسانه وه، دا دتاريخ لمړى بجټ دى چې مقصد يې غريب ولس له بوج او ستونزو څخه راويستل دي.
وزيراعظم وويل “په مختلفو مدونو کې دوه زره اربه روپۍ ټيکس غايبيږي، دخودانحصارۍ څخه پرته کوم قام پرمختګ نه شي کولى، دايټمي قوت لرلو باوجود هم مونږ په معاشي ډول ډير کمزوري يو، هم ددې کمزورۍ لرې کولو لپاره به مونږ ته قامي وسايل کارول وي. ”
دوزيراعظم له وينا وروستو په قامي اسمبلۍ کې دخبرو په مهال دخزانې وزير مفتاح اسماعيل وويل ” ما دخپل وزيراعظم دزامنو په کمپنيو هم زيات ټيکس لګولى، زما خپله کمپني به په اينده مالي کال کې د20ؤ کروړو روپو زيات ټيکس ورکوي”
دهغه وينا وه ” په روان مالي کال کې به دکرنټ اکاونټ خساره 17 اربه ډالرو ته ورسيږي، دخسارې پوره کولو لپاره به مونږ ته له نړۍ څخه پېسې غوښتل وي. ”
هغه وويل دبجلۍ په څانګه کې په روان مالي کال کې د11 سوه اربه روپو نيغ په نيغه سبسډي ورکړى شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button