پاکستانمهم خبرونه

رانا ثنا الله وايي ټي ټي پي سره به په غيراييني غوښتنو مذاکرات نه کيږي

دکورنيو چارو وزير رانا ثنا الله ويلي دپاکستان او افغانستان له پولې څخه دپوځ ستنيدو او دقبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې دورګډولو دخاتمې په شرط دکالعدم تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) ډلې سره مذاکرات ممکن نه دي ځکه دغه غوښتنې دايين په ضد دي.
دپاکستان پوځ او حکومت وايي دټي ټي پي سره روان مذاکرات دايين په دايره کې دننه کوي او دهغوي کومه غيراييني غوښتنه به مني خو کارپوهان وايي هرکله چې پاکستاني طالبان دپاکستان ايين نه مني نو څنګه ورسره مذاکرات دايين په دايره کې دننه کيدى شي؟
دمذاکراتو په مهال پاکستاني چارواکي دترهه ګريزې ډلې دماتولو ، وسلې غورځولو، ايين ته ددرناوي لرلو غوښتنې کوي او ټي ټي پي دپخوانۍ قبايلي سيمې څخه دوسله والو پوځونو دويستلو، د2018م دقبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې دورګډولو دمنسوخولو، دخپلو جنګياليو دخوشې کولو، هغوي ته داوښتو زيانونو دازالې غوښتنې لري، خو دغه ډلې دشريعت پځايې کولو خپله غوښتنه کې تر يو حده نرمي ښودلې ده.
د” سما ټي وي ” پروګرام ” نديم ملک لايو” کې ديوې پوښتنې په ځواب کې داخله وزير ويلي دټي ټي پي دجنګيالو شميره دڅلورو زرو څخه تر پينځوؤ زرو پورې ده او زياته کړې يې ده چې کوم کسان وسلې غورځولو ته چمتو دي دهغوي سره مذاکرات ممکن دي.
ټي ټي پي هاغه ډله ده چې دپېښور په ارمي پبلک سکول په کال 2014 کې په 16م دسمبر د134ؤ ماشومانو او استاذانو په ګډون خواوشا 150 کسان وژلي وؤ، خو رانا ثنا الله ويلي دارمي پبلک سکول دپېښې سره دتړلو نومونو دبخښنې سوچ هم نه شي کيداى.
هغه ويلي “کتل به دا وي چې دبل اړخ څخه په مذاکراتو کې کوم خلک برخه اخلي، که چرې دافغانستان دسياسي حکومت استازي موجود وي نو بيا به زمونږ له اړخه هم سياستمداران په مذاکراتو کې برخه اخلي. ”
دهغه وينا وه پوځي او غيرپوحي مشرتابه په دې اړه په يوه پاڼه دي چې دټي ټي پي ترهه ګرو ته به دوسلې پورته کولو اجازه نه شي ورکولى “ګنې په دوهم صورت کې به مونږ له جګړې څخه ډډه نه کوو”
رانا ثنا الله ويلي ” نه خو به دپوځ په ستنيدو خبره کيږي، نه به دپاکستان له ايين څخه لرې خبره کيږي، نه به دفاټا انضمام ته بيرته دقبايلي سيمې په حېثيت ورکولو خبره کيږي ځکه چې دا داين خلاف دي، په دې به هيڅ خبره نه کيږي”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button