پاکستانمهم خبرونه

شمالي وزيرستان کې نامعلومو کسانو په پوځ کې کارکوونکى تن ذبح کړيدى،سرچينې

دخېبرپښتونخوا قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې په پوځ کې کارکوونکى يو تن ذبح کړى دى.
دسرچينو وينا ده چې بيګاه دشمالي وزيرستان دميرعلي په درپه خيل کلي کې غين الله دغني رحمان ځوې ذبح کړيدى
تيره ورځ هم دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې په موټر سايکل سورو وسله والو په ډزو دپنجاب سره تعلق لرونکى يو تن وژلى و.
په شمالي وزيرستان کې په دې وروستيو کې دتشدد په پېښو کې اضافه راغلې ده
له دې وړاندې داتوار په ورځ دشمالي وزيرستان په حيدرخيل کلي کې په موټرسايکلو سورو نامعلومو وسله والو څلور ځوانان وژلي وؤ
چارواکو ويلي دغه څلور ځوانان چې پکې ديوتهـ اف وزيرستان مشر ق وقار احمد ، اسدالله، حماد او سنيد شامل وؤ په يو ګاډي کې روان وؤ چې تر بريد لاندې راغلل.
په شمالي وزيرستان کې دپوځ سره تعلق لرونکى ځوان په داسې حال کې ذبح کړى شوى چې هم نن په جنوبي وزيرستان کې دڅلورو ځوانانو دوژنې په ضد دجماعت اسلامي لخوا احتجاجي مظاهره شوې ده چې پکې ن ددغو ځوانانو دوژونکو دنيولو غوښتنه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button