افغانستانپاکستانمهم خبرونهنړۍ

پاکستان دافغانستان زلزله ځپلو سره مرسته کړې

 دوزيراعظم شهبازشريف په امر دپاکستان له لوري دافغان زلزله ځپلو لپاره امدادي سامان افغانستان ته رسول شويدى، په اتوو ټرکونو کې  کوم امدادي سامان رسول شوى په هغې کې داستوګنې خيمې، ترپالونه، کمبلې او ضروري دوايانې هم شاملې دي.

 دقدرتي افتونو په مهال دمرستې دملي ادارې له لوري دغه  امدادي سامان دشپې په وخت له اسلام اباد څخه روان کړى شوى.

۔د وزيراعظم  ددفتر د مېډيا  څانګې له  اړخه جاري شوي بيان  کې ويل شويدي چې  د وزيراعظم شهباز شريف په سپارښتنه دا سامان به په خوست كښې افغان چارواكو ته سپارلے شي

خارجه وزارت٬اېن ډي اېم اے او نور اړونده چارواكي به د مرستې سامان لېږلو او افغان چارواكو ته د سپارلو په عمل كښې ګډون كوي

له دې وړاندې وزيراعظم شهباز شريف په افغانستان كښې د زلزلې  له امله په رامينځته شوي زيان د پاكستان د اړخه د بشري   خواخوږۍ په ساس د مرستې سامان لېږلو سپارښتنه كړې وه

  دپاکستان وزيراعظم شهبازشريف او دپاکستاني پوځ  وياند ميجر جنرال بابر افتخار تيره ورځ په افغانستان کې په شوې  زلزله  کې په رامينځته شوو زيانونو دافسوس څرګندونه کړې وه او افغانستان ته يې دهررقم ممکنه مرستې باور ورکړى و.

  د خارجه دفتر وياند په خپل يو بيان كښې ويلي چې د پاكستان حكومت او اولس د افغانستان په پكتيكا ولايت او نورو سيمو كښې د زلزلې او د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې په طوفاني سېلاب كښې په شوي ځاني او مالي زيان د غمرازې څرګندونه كوي او زياته کړې يې  ده چې د پاكستان  ولس په دې سخت وخت كښې خپلو افغان وروڼو سره د بشړ  يووالي څرګندونه كوي

 دخارجه دفتر وياند ويلي  ” مونږ په دې كښې شک نه لرو چې   ورور افغان اولس به خپل خصوصيت سره د دې قدرتي آفت په  اغيزو قابو بيامومي”

”  زمونږ چارواكي او ادارې خپلو اړوند ادارو سره په ګډه د افغانستان مطلوبه مرستې كولو لپاره كار كوي”

دافغانستان په پکتيکا او خوست ولايت کې زلزلې زياته تباهي خوره کړې چې پکې دملګرو ملتونو له مخې خواوشا 2000 کورونه ړنګ شوي،1000ؤ کسانو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړى او نور خواوشا 1600 ژوبل شوي هم دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button