افغانستانپاکستانمهم خبرونهنړۍ

افغانستان کې دزلزلې له امله 30 پاکستاني قبايل هم مړه شويدي،راپور

  دنهې او شورو په مينځ شپه  په افغانستان کې دراغلې زلزلې له امله   دشمالي وزيرستان سره تعلق لرونکي  ديرش کسان هم مړه شويدي، ددې ترڅنګ يو  پاکستانى پوځي او يو فټ بالر هم  هم په زلزله کې خپل ژوند دلاسه ورکړيدى.

  دډان ورځپاڼې دراپور له مخې دخېبرپښتونخوا په لکي مروت کې يو کور او دشمالي وزيرستان په دته خيل کې يوې چوکۍ ته هم زلزلې زيان اړولى.

 ورځپاڼې دسرچينو له قوله پخپل راپور کې ويلي  دزلزلې له امله دمړو شوو 30ؤ قبايلو تعلق  دمداخيل قبيلې سره و کومه چې په شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو په مهال دپولې پورې غاړه افغانستان ته تللې وه.

دراپور له مخې پاکستاني چارواکي به په الور منډۍ پاک افغان پوله په عارضي ډول پرانيزي  دکوم وروستو چې په  دمړو شوو کسانو مړي او دهغوي پلرنۍ سيمې ته راوړل کيږي.

 ددې ترڅنګ په ميرانشاه کې پوځي سرچينو ويلي  په غلام خان پوله هم  دژوبل شوو کسانو دراوړلو لپاره  انتظامات بشپړ کړى شوي، دغه ژوبل شوي کسان به په سيمه کې جوړو ځانګړو کيمپونو ته دهوا دلارې رارسول کيږي.

 چارواکو ډان ته ويلي  دمړو راوړلو او دژوبل شوو کسانو په علاج کې دمرستې ترڅنګ به زلزله ځپلو ته راشن هم ورکولى شي.

 تيره روځ  دشمالي وزيرستان په دته خيل تحيل کې ديوې چوکۍ راپريوتو له امله يو پوځي خپل ژوند دلاسه ورکړى او دوه نور ژوبل شوي وؤ

 دلکي مروت په پيزو سيمه کې ديو کور دچت راپريوو له امله  دفټ بال يو لوبغاړى کاشف عالم هم مړ شويدى.

 دخېبرپښتونخوا حکومت وياند بيرسټر محمد علي سيف  له مخې دژوبل شوو کسانو لپاره  په جنوبي وزيرستان کې دشولم او توي  کواله او ميرانشاه کې  په ضلعي هيډکوارټرز هسپتال کې بسترې ځانګړې کړى شويدي.

 دنهې او شورو په مينځ شپه په افغانستان کې راغلې زلزلې له امله 1000 کسان مړه او 15000 نور ژوبل شوي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button