افغانستانمهم خبرونهنړۍ

زلزلې په افغانستان کې 2000 کورونه ړنګ کړي،دطالبانو دنړيوالې مرستې غږ

په افغانستان کې طالبانو په داسې حال کې دنړيوالې مرستې لپاره غږ کړيدى چې دطالبانو دکلتور او اطلاعاتو دمحکمې وينا ده چې دنهې اوشورو په شپه په افغانستان شوې زلزه کې دمړو شميره 1000ؤ ته رسيدلې او له 1500ؤ څخه زيات کسان نور ژوبل شوي دي، دا په داسې حال کې ده چې امدادي رضاکار دپکتيکا او خوست ولايتونو لرې پرتو زلزله ځپلو سيمو ته درسيدو هڅې کوي.
دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو مرستيال ځانګړي استازي رميزالاکبروف ويلي په سيمه کې لږ ترلږه 2000 کورونه ړنګ شوي چرته چې په هر کور کې له اوؤ څخه تراتوو پورې کسان اوسيږي.
دملګرو ملتونو جيولوجيکل سروى ويلي دشورو په ورځ وختي ددغه زلزلې شدت 5٫9و، له دې وړاندې ددغه زلزلې دشدت اندازه 6٫1 لګول شوې وه، دزلزلې مرکز دخوست څخه 46 کلو ميټره لرې دپاکستان دپولې سره نزدې و.
په زيات زله ځپلي ولايت پکتيکا کې داطلاعاتو او کلتور دمحکمې مشر محمد امين حظيفه خبريالانو ته ويلي باران وريږي او ټول کورونه ړنګ شويدي، خلک اوس هم دملبې لاندې ګير دي.
له دې وړاندې دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت چارواکي صلاح الدين ايوبي ويلي وو احتمال دى چې دمړو په شمير کې اضافه وشي ځکه ځينې (زلزله ځپلي) کلي په لرې پرتو غرييزو سيمو کې دي او په هغې کې په معلوماتو راټولو کې به وخت ولګي.
ديعقوب منظور په نوم دپکتيکا ولايت څخه يو قبايلي مشر نړيوالې خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي سيمه ييز مارکيټونه تړل شوي او خلک اغيزمنو سيمو ته ورغلي دي.
افغان خبريال علي ايم لطيفي ويلي په سيمه کې چارواکي وايي چې په سلګونو کورونه ړنګ شويدي او ويلي يې دي ترټولو لويه ستونزه دا ده چې هاغو سيمو ته لاسرسى وشي کومې چې دسرښارونو څخه لرې پرتې دي او دسړکونو حالت هم مشکل کيدى شي.
دافغانستان دباختر خبري ادارې په فوټيج کې ښودل شوي چې دپاکستان دپوح سره نزدې خلک دزلزلې وروستو په ملبه کې دقربانيانو، مړو او يا ژوندو، په داسې حل کې لټون کوي چې ورسره کوم لويې اوزار نشته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button