پاکستانمهم خبرونه

علي وزير وايي ژونديې په خطر کې دى،دکراچۍ په روغتون کې پرې دوه ځله بريد شوى

دپښتون ژغورنې غورځنګ يو لارښود علي وزير ويلي، چې دنهې په ورځ دکراچۍ په پوسټ ګريجويټ ميډيکل سينټر کې داخل کړى شوى، دعوه يې کړې چې دهغه ژوند په خطر کې دى او غوښتنه يې کړې ده چې يا خو دې هغه په کراچۍ کې مرکزي زندان ته بيرته وليږلى شي او يا دې اسلام اباد ته دقامي اسمبلۍ دبجټ په روانه غونډه کې دګډون لپاره بوتللى شي.
علي وزير دبغاوت او کرکې دويناوؤ په ګڼو کيسونو کې دکراچۍ په مرکزي زندان کې دکال 2020م د31م دسمبر راهسې ساتل شوى، هغه دعوه کړې چې دشورو په شپه له روغتون څخه بهر دپي ټي ايم کارکوونکو ته دوينا په مهال په هغه دوه ځله بريدونه شويدي.
دډان ډاټ کام له مخې دعلي وزير په وينا په دغه روغتون کې پرې په لمړۍ ورځ بريد شوى او بيا پرې وروستو دشورو په شپه هم بريد شويدى.
علي وزير ويلي دقامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف دهغه اسمبلۍ ته دبوتللو امر(پروډکشن ارډر) جاري کړى نو ځکه دې هغه په اسلام اباد کې دقامي اسمبلۍ دبجټ په غونډه کې دګډون لپاره بوتللى شي ترڅو دخپلې حلقې دولس ستونزې راپورته کړي، ګنې په دوهيم صورت کې دې هغه بيرته زندان ته وليږلى شي ځکه چې هغه دغلته دعدم تحفظ احساس کوي.
دنهې په روځ دقامي اسمبلۍ سپيکر دعلي وزير قامي اسمبلۍ ته دبوتللو امر جاري کړى و، ترڅو دبجټ په اړه په روانه غونډه کې ګډون وکړي، خو علي وزير تر دې مهاله اسلام اباد ته نه دى بوتلل شوى.
علي وزير ويلي دا دوهم ځل دى چې هغه ته دبجټ غونډه کې دګډون کولو اجازه نه ده ورکړى شوې او په ياده کړې يې ده چې له دې وړاندې دهغه اسمبلۍ ته دوړاندې کولو امر په داسې حال کې جاري کړى شوى و چې هغه دخېبرپښتونخوا دهري پور په زندان کې و، خو دپي ټي ايي دغه قانون ساز ويلي په هاغه وخت کې هم دقامي اسمبلۍ په غونډه کې ګډون ته نه و پريښودل شوى.
هغه دعوه کړې ده چې د زندان چارواکو ته درې کاله دمخه دخپل علاج لپاره خواست ورکړى و، خو دنهې تر ورځې يو روغتون ته هم دورتللو اجازه نه وه ورکړى شوې.
خو اوس دهغه وينا ده روغتون ته له دې امله بوتلل شوى دى ترڅو دبجټ په اړه دقامي اسمبلۍ په روانه غونډه کې ګډون ونه کړى شي.
علي وزير دا يوه داسې غونډه ده چې پکې قانون سازان دهغوي په حلقو کې ولس ته پېښې ستونزې راپورته کوي او زياته کړې يې ده چې له روغتون څخه دبوتللو په اړه دهغه غوښتنه غيرقانوني نه ده.
دپي ټي ايم دغه قانون ساز په دې خبره دحيرانۍ څرګندونه کړې ده چې اخر ولې غونډې ته نه پريښودل کيږي ځکه چې هغه دترهه ګرۍ او بډو رشوتونو په څه رقم عمل کې ښکيل نه دى پاتې شوى.
دپي ټي ايم يو لارښود محمد شير محسود ډان ډاټ کام ته ويلي علي وزير له روغتون څخه بهر احتجاجاً ناست دى ځکه هغه ته دخپلو رشته دارانو، ملګرو او دهغه دګوند دغړو سره دليدلو اجازه نه شي ورکولى.

بل اړخ ته دعوامي نينشل ګوند دخېبرپښتونخوا صدر ايمل ولي خان غوښتنه کړې ده چې په علي وزير دې دشوو حملو پلټنې وکړى شي او دهغه په پروډکشن اردر دې عمل وکړى شي.
پخپل يو بيان کې ايمل ولي خان ويلي دي چې ديو منتخب قامي اسمبلۍ غړي سره ناروا سلوک په يو صورت کې هم هغوي ته دمنلو وړ نه دى
ايمل ويل خان پوښتنه کړې ده چې دقامي اسمبلۍ سپيکر پروډکشن آرډر جاري کړى نو بيا علي وزير اسمبلۍ ته ولې نه بوتلل کيږي، دهغه وينا ده چې رياست دمور پشان وي خو دپښتون ايم اين اى سره دميرنې مور پشان سلوک کولى شي.
هغه ويلي په کومو بيانونو چې علي وزير په زندان کې ساتل شوى، پخواني وزيراعظم( عمران خان) او دهغه ملګري له دې څخه هم زيات تورونه پورې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button