پاکستانسیاستمهم خبرونه

“ټي ټي سره تړون به دپارلمان په منظورۍ اډاڼه لري”

دانګريزۍ ژبې ډان ورځپاڼې پخپل يو راپور کې ويلي پوځ سياسي مشرتابه ته باور ورکړى چې دکالعدم تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) ډلې سره په روانو مذاکراتو کې به دغه ډلې ته کومې ماورائى ايين اسانتياوې نه شي ورکولى او که چرې ورسره کوم تړون ته ورسيږي نو دهغې منظوري به پارلمان ورکوي.
دغه باور دشورو په ورځ په وزيراعظم کې په ترسره شوې يوه غونډه کې دپوځي مشرتابه له لوري سياسي مشرانو ته ورکړى شويدى.
له غوندې وروستو وزيراعظم هاوس په يو بيان کې ويلي” پريکړه به دپارلمان دمنظورۍ سره دپاکستان دايين په رڼا کې کولى شي”
په دغه معامله دا دسياسي مشرتابه او پوځ ، چې په افغانستان کې دکالعدم ټي ټي پي سره دافغان طالبانو په ملاتړ مذاکرات کوي، ترمينځ لمړۍ غونډه وه، دغه غونډه دپاکستان پيپلز پارټۍ لخوا دروانو مذاکراتو په اړه په باور کې په نه اخستو داحتجاج وروستو ترسره شوې ده.
په راپور کې ويل شويدي چې دغونډې له طرز څخه، چې وزيراعظم شهبازشريف يې مشري کړې او پوځي مشرتابه يو اړخ او حکومتي وزيران بل اړخ ته ناست وؤ، داسې ښکاريده چې ګنې دا دملي امنيت دکميټې غونډه ده، خو دسياسي مشرتابه په شتون سره دا يوه لويه غونډه وه.
کومو سياسي مشرانو چې په دغه غونډه کې ګډون کړى په هغوي کې دپي پي پي مشر او پخوانى صدر اصف علي زرداري، داى اين يف اميرحيدرخان هوتي، دپي ټي ايم محسن داوړ، دبي اى پي خالد مګسي، دبلوچسان څخه ازاد کانديد اسلم بهوټاني، دقامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف، دسندهـ وزيراعلي مرادعلي شاه شامل وؤ،پاکستان تحريک انصاف ګوند، چې له قامي اسمبلۍ څخه يې استعفا ورکړې، خو په سينيټ کې استازيتوب لري، دغه غونډې ته نه و بلل شوى، دخېبرپښتونخوا وزيراعلي محمودخان هم چې دتحريک انصاف سره يې تعلق دى، غونډې ته نه و وربلل شوى.
دوفاقي کابينې هاغه غړي چې په غونډه کې يې ګډون کړى، اياز صادق، رانا ثناالله، مريم اورنګزيب، مفتاح اسماعيل، اسعد محمود او اسرار ترين وؤ.
دګډو ځواکونو دکمټې مشر جنرال نديم رضا او دوسله والو پوځونو مشران هم په دې موقعه موجود وؤ.
په پيل کې داسې راپورونه وؤ چې دملي امنيت په پارلماني کميټۍ کې به دتي ټي پي سره دخبرو په اړه حال احوال تير کړى شي خو دوزيراعظم هاوس بيان دغونډې نوعيت مشکوک کړى او دا يې دملي امنيت غونډه بللې ده.
دپېښور کورکمانډر ليفټننټ جنرال فيض حميد چې دټي ټي پي سره دمذاکراتو مشري کوي او دايي ايس ايي مشر جنرال نديم انجم دغونډې برخه والو ته حال احوال تير کړيدى.
دټي ټي پي سره مذاکرات په اکتوبر کال 2021م کې دافغان طالبانو په غوښتنه پيل شوي وؤ او په لمړۍ توګه ديوې مياشتې په اوربند اتفاق شوى و، خو دغه پروسه ددسمبر په مياشت کې وروستو له هغې ماته شوه چې ترهه ګريزه ډله له خبرو څخه پشا شوه او په اوربند کې يې په دې وينا کولو سره له پراختيا انکار وکړو چې پاکستاني چارواکي خپلو ژمنو پوره کولو ته چمتو نه دي.
د( افغان ) طالبانو په ملاتړ ټي ټي پي دپاکستان په وسله والو پوځونو دفشار راوړلو لپاره دبريدونو لړۍ پيل کړه، دسولې دمطالعې دپاکستاني ادارې دډيټا له مخې سږکال ټي ټي پي خواوشا 46 بريدونه پيل کړيدي چې پکې زياتره دوسله والو پوځونو په ضد ترسره شويد چې پکې 79 کسان شهيد شويدي.
دمذاکراتو پروسه داپريل په مياشت کې په پټه توګه بيا پځايې شوه چې ورسره ټي ټي پي دوړوکي اختر په موقعه داوربند اعلان کړى و، دمعاملو مخ په وړاندې تګ سره په اوربند کې پراختيا کيږي او په موجوده وخت کې تر دريوو مياشتو دجګړې په ودرولو اتفاق شويدى، په عين حال کې خبرې دوامداره دي خو ددغو خبرو نوعيت زيات ولسي داسې دى چې پکې قبايلي مشران، پښتانه سياستدان او علماء برخه اخلي.
دمذاکراتو په مهال پاکستاني چارواکي دترهه ګريزې ډلې دماتولو ، وسلې غورځولو، ايين ته ددرناوي لرلو غوښتنې کوي او ټي ټي پي دپخوانۍ قبايلي سيمې څخه دوسله والو پوځونو دويستلو، د2018م دقبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې دورګډولو دمنسوخولو، دخپلو جنګياليو دخوشې کولو، هغوي ته داوښتو زيانونو دازالې غوښتنې لري، خو دغه ډلې دشريعت پځايې کولو خپله غوښتنه کې تر يو حده نرمي ښودلې ده.
پوځي افسرانو سياسي مشرتابه ته دحال احوال تيرولو په مهال په ډاګه کړې ده چې مذاکرات دپاکستان ايين په چوکاټ کې دننه کولى شي، هغوي وويل چې ټي ټي پي ته ويل شويدي چې دقبايلي سيمو دخېبرپښتونخوا سره دانضمام دمعاملې په واپسۍ خبرې نه شي کيدى او ورته ويل شويدي چې په نورو غوښتنو يې خبرې روانې دي.
هغوي اراده څرګنده کړې ده چې دتي ټي پي سره به کامياب مذاکرات زر پاې ته ورسوي.
دوزيراعظم هاوس دبيان له مخې سياسي مشرتابه په دغه معامله پخپلې کړى شوې ستراتيژۍ او پرمختګ داطمينان څرګندونه کړې ده.
وروستو داطلاعاتو دوزيرې مريم اورنګزيب سر يوځايې مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې داخله وزير رانا ثناالله وويل پريکړه شوې ده چې دپارلمان دبندو دروازو تر شوه يوه غونډه به راوبلل شي چې پکې به دايوان مشر، وزيراعظم،ايوان په دې معامله په اعتماد کې اخلي، غړو ته به دبريفنګ په اړه حال احوال تيرولى شي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button