افغانستانمهم خبرونهنړۍ

جوبايډن خپل حکومت ته دافغانستان دزلزله ځپلو دمرستې امر وکړو

دامريکا ولسمشر جوبايډن دشورو په ورځ دامريکا دنړيوال پرمختګ ادارې( يو ايس ايډ) او نورو وفاقي ادارو ته امر کړى چې دافغانستان په ختيځ کې په شوې زلزله کې داغيزمنو شوو کسانو مرسته وکړي.
دامريکا دملي امنيت صلاحکار جيک سليوان ويلي امريکا دهاغه ړنګونکې زلزلې په ليدلو ژوره خفګان احساس کړى چې له 1000ؤ څخه يې زيات خلک وژلي.
سليوان ويلي ولسمشر بايډن دپرمختګونو جاج اخلي او يو ايس ايډ او دوفاقي حکومت شراکت دارانو ته يې امر کړى چې دځپل شوو کسانو دمرستې لپاره دامريکا دغبرګون په لارو چارو غور وکړي.
هغه ويلي” دافغان ولس دضرورتونو پوره کولو لپاره مونږ دخپلې مرستې په دوام ژمن يو او دهغوي سره ددې ويرونکې سانحې په مهال او وروستو ولاړ يو”
دافغان چارواکو وينا ده چې په پکتيکا ولايت کې دشوې زلزلې له امله خواوشا 1600 کسان ژوبل شويدي او دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
پکتيکا او خوست دزلزلې له امله زيات ځپل شوي ولايتونه دي چرته چې دسلګونو په شمير کې کورونه زلزلې ړنګ کړيدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button