افغانستانمهم خبرونهنړۍ

افغانستان کې طاقتورې زلزلې 950 کسان وژلي، په سلګونو ژوبل

 دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت دچارواکو وينا ده چې  په دغه هيواد کې راغلې  يوې طاقتورې زلزلې له امله لږ ترلږه 280 کسان مړه شوي او  په سلګونو نور ژوبل شويدي،  دلرې پرتو کليوالو سيمو څخه تر دې مهاله معلومات مخې ته نه دي راغلي نو ځکه  دمړو په شمير کې دزياتوالي اندېښنه ده.

 دکورنيو چارو دوزارت چارواکي صلاح الدين ايوبي ويلي  زياتره خلک  دافغانستان په ختيځ پکتيکا ولايت کې مړه شوي چرته چې 255 کسان مړه او له 200ؤ څخه زيات نور ژوبل شويدي

  هغه ويلي په خوست ولايت کې 25 کسان مړه شوي او 90 ژوبل شوي کسان روغتون ته وړل شويدي.

ايوبي ويلي چارواکو  په زلزه ځپلو سيمو کې  دخلکو خوندي ځايونو ته درسولو عمليات پيل کړي او زياتره ژوبل شوي کسان  په هيلي کاپټرو کې  وړل شويدي.

 په ټولنيزه ميډيا شريکو کړى شوو عکسونو کې خلک په سټريچرو،  ملبو او ړنګو شوو کورونو کې په نظر راځي.

  يو  حکومتي وياند بلال کريمي پخپل يو ټويټ پيغام کې ويلي دي چې له بده مرغه تيره شپه  دپکتيکا ولايت په څلورو ولسواليو کې سخته زلزلې راغلې  کومې چې دهغوي په سلګونو هيواد مړه او ژوبل کړي او دلسګونو په شمير کې يې  کورونه يې ړنګ کړيدي.

 هغه  په ټولو امدادي ادارو غږ کړيدى چې سيمې ته دې  په سملاسي توګه  خپل ټيمونه وليږي ، ترڅو دنورې تباهۍ مخه ونيولى شي.

 دخبري ادارې رايټرز په راپور کې ويل شويدي چې امريکايي جيولوجيکل سروى ويلي دنهې او شورو په مينځ په راغلې زلزلې پاکستان دا افغانستان  دزياتې اپادۍ سيمې جړقولي دي.

په ريکټر سکيل ددغه زلزلې شدت 6٫1 ريکارډ شوى او مرکز يې دخوست څخه 44 کلو ميټره لرې و، ددغه زلزلې ژورتيا 51 کلو ميټره وه.

  دافغانستان په ختيزو برخو کې له زلزلې وروستو کورونه دملبې په ډهيران بدل شويدي.

 دزلزلې دغه جړقونه په پاکستان کې هم محسوس کړى شويدي ، په پېښور، کوهاټ، مهمند، سوات، بونير، اسلام اباد، لاهور او پنجاب کې هم دزلزلې جړقونه محسوس کړى شويدي.

 دسرچينو وينا ده چې دخېبرپښتونخوا دلکي مروت ضلعې په دره پيزو کې دزلزلې دجړقونو له امله ديو کور چت راپريوتى چې له امله يې يو 21 کلن ځوان کاشف مړ شويدى.

اخوا دافغانستان پولې ته نزدې قبايلي سيمه شمالي وزيرستان  دته خيل تحصيل کې دزلزلې له امله يو عسکر مړ او دوه نور ژوبل شويدي.

زلزلې په افغانستان کې دغه تباهي په داسې حال کې اړولي چې  دطالبانو په افغانستان دواکمنيدو وروستو دغلته دوړاندې څخه بشري کړکيچ پېښ دى، امريکا يې شتمنۍ کنګل کړي او  دنورو لويديزو هيوادونو له لوري هم دبنديزونو سره مخ دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button