شمالي وزيرستان کې دڅلورو ځوانانو دوژنې په ضد دجماعت اسلامي احتجاج
دجماعت اسلامي په مشرۍ داتوار په ورځ دخېبرپښتونخوا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې دڅلورو ځوانانو دهدفي وژنې په ضد په نور اسلام چوک کې احتجاجي مظاهره شوې ده چې پکې دوژل شوو ځوانانو دوژونکو او ورته دسختې سزا ورکولو غوښتنه شوې ده.
په مظاهره کې دجماعت اسلامي شمالي وزيرستان او بنو څخه په ګڼ شمير کې خلکو ګډون کړيدى، مظاهرينو په لاسونو کې بينرې او پلى کارډونه پورته کړي وؤ چې پرې دوژونکو دنيولو او ورته دسختې سزا ورکولو نعرې درج وې.
عبدالرزاق، اصل جان، کاشف خان، جامدالله او نورو دوژل شوي اسد شاه خدماتو ته دعقيدت پيرزوينې وړاندې کړې او وې ول اسدالله شاه دجماعت اسلامي دالخدمت فاؤنډيشن قيمتي اثاثه وه ، پخپله يتيم و او تل يې دشمالي وزيرستان ديتيمانو لپاره شپه او ورځ محنت کړى و.
مظاهرينو دنورو وژل شوو ځوانانو دخدماتو ستاينه هم وکړه او له حکومت څخه يې دوژونکو په ضد داقداماتو غوښتنه وکړه.
دشمالي وزيرستان په حيدرخيل کلي کې په موټرسايکلو سورو نامعلومو وسله والو څلور ځوانان داتوار په ورځ وژلي وؤ، چارواکو ويلي دغه څلور ځوانان چې پکې ديوتهـ اف وزيرستان مشر ق وقار احمد ، اسدالله، حماد او سنيد شامل وؤ په يو ګاډي کې روان وؤ چې تر بريد لاندې راغلل.