پاکستانقبائلمهم خبرونه

شمالي وزيرستان : دهدفي وژنې پېښه کې يو بل تن وژل شويدى

 په شمالي وزيرستان کې  يوځل بيا دهدفي وژنې  يوه پېښه رامينځته شوې ده چې پکې  يو تن وژل شويدى.

 دسرچينو وينا ده چې دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې  په موټرسايکل سورو  وسله والو  يو خوانچه فروش  وژلى دى او وروستو په تېښته کې بريالي شويدي.

 دسرچينو وينا ده چې دوژل شوي تن تعلق  دپنجاب سره دى چاچې به په سيمه کې  په خوانچې لګولو سره حلوه خرڅوله.

 پوليسو دوژلى شوي تن مړى  دميرعلي هسپتال ته  وړلى او وروستو به هغه خپلې پلرنۍ سيمې ته وړلى شي.

په شمالي وزيرستان کې په دې وروستيو کې دتشدد په پېښو کې اضافه راغلې ده، له دې وړاندې داتوار په ورځ دشمالي وزيرستان په حيدرخيل کلي کې په موټرسايکلو سورو نامعلومو وسله والو څلور ځوانان  وژلي وؤ، چارواکو ويلي دغه څلور ځوانان  چې پکې  ديوتهـ اف وزيرستان  مشر ق وقار احمد ، اسدالله، حماد او سنيد شامل وؤ په يو ګاډي کې روان وؤ چې تر بريد لاندې راغلل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button