پاکستانمهم خبرونه

خېبرپښتونخوا کې دبيلا بيلو پېښو له امله 13 کسان وژل شويدي،سرچينې

 دخېبرپښتونخوا قبايلي سيمې شمالي وزيرستان، پېښور، ملاکنډ او لکي مروت په ګډون په بيلا بيلو ضلعو کې رامينځته شوو مختلفو پېښو کې  ديو پوځي  په ګډون 13 کسان وژل شويدي او يو شمير نور ژوبل شويدي.

 دسرچينو وينا ده چې  دپېښور  په تهکال سيمه کې  ددوؤ ډلو ترمينځ  ډزو کې دوه کسان وژل شوي چې پيژندګلو يې  دعظيم الله او الطاف په نومونو سره شوې ده.

دسرچينو وينا ده هم دپېښور سربند اچينۍ سيمه کې  په موټر سايکل سورو دوؤ نامعلومو وسله والو  ناصر نومې تن په ډزو سره وژلى دى دى.

 دسرچينو وينا ده پېښور سره نزدې  دنوښار ضلعې  په زړه ميانه کې يو پلار  دخپل ځوې سره په ګډه دجايداد په شخړه خپل سکه ورور په ډزو سره وژلى دى.

بل اړخ ته  دخېبرپښتونخوا  دملاکنډ په په کم آګره کې دغيرت په نوم يوه واده شوې ښځه او يو ځوان وژل شويدي چې دملاکنډ ليويز يې مړي دپوسټ مارټم لپاره هيډکوارتر هسپتال بټ خيلې ته وړيدي.

بل اړخ ته په ډيره اسماعيل خان او خواوشا سيمو کې   طوفاني بارانونو تباهي خوره کړې ده، ډي ايي خان کې يو ګاډى په سيلاپي اوبو کې نښتى چې له امله يې  يو تن په ګاډي کې لاهو شوى او مړى يې موندل شوى کوم چې وروستو روغتون ته وړل شويدى.

هم دډيره اسماعيل خان  پنياله په حدودو کې دځمکې په شخړه يو پلار او ځوې مخالف تن په ډزو سره وژلى، دپوليسو دپېښې مقدمه درج کړې ده.

 اخوا دخېبر ضلعې په تيراه کوکي خيل  کې دځمکې دمالکيت په شخړه ددوؤ ډلو ترمينځ ډزې شويدي چې پکې  دمومن په نوم يو تن وژل شويدى.

ددې ترڅنګ دکوهاټ په نصرت خيل سيمه کې ددوؤ کسانو په ګوليو سوري شوي مړي ترلاسه شويدي چې پيژندګلو يې دعبدالحميد او زبيرعلي په نومونو سره شوې ده، دسرچينو وينا ده دغه دواړه کسان پخپل مينځ کې ملګري او دنشې عادي وؤ.

دسرچينو وينا ده چې دخېبرپښتونخوا دلکي مروت ضلعې په دره پيزو کې دزلزلې دجړقونو له امله ديو کور چت راپريوتى چې له امله يې يو 21 کلن ځوان کاشف مړ شويدى.

اخوا دافغانستان پولې ته نزدې قبايلي سيمه شمالي وزيرستان  دته خيل تحصيل کې دزلزلې له امله يو عسکر مړ او دوه نور ژوبل شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button