پاکستانمهم خبرونه

ايي ايم ايف سره تړون کې له پرمختګ وروستودروپۍ دقدر دکمي لړۍ ودريده

دپاکستان او ايي ايم ايف ترمينځ دتړون ترسره کيدو دپرمختګ وروستو دډالر په مقابله کې دروپۍ دقدر دکمي لړۍ ودريدلې ده او دشورو په ورځ دکاروبار په پيل انټربينک مارکيټ کې دډالر په مقابله کې دروپۍ په قدر کې دې يوې روپۍ او 80 پېسو اضافه شوې ده.
دفاريکس ايسوسي ايشن اف پاکستان له مخې تيره ورځ دروپۍ په قدر کې ددوؤ روپو څخه زيات کمى رامينځته شوى و او دروپۍ په مقابله کې ډالر د212ؤ روپو ترټولو لوړې کچې ته رسيدلى و.
دروپۍ په قدر کې پرله پسې دکمي لويې سبب دهيواد سيوا کيدونکى درامدي بل او دغيرملکي زرمبادلې په ذخيرو کې کمى ګرځول شوى دى.
نړيوالې قرض ورکوونکې ادارې لمړى دپي ټي ايي دحکومت په تيلو او انرژۍ په سبسډۍ دتحفظاتو څرګندونه کړې وه او اوس يې دنوي حکومت له لوري په اينده مالي کال کې په مقرر کړى شو هدفونو هم دتحفظاتو څرګندونه کړې ده.

پاکستان په جولايي کال 2019م کې دايي ايم ايف سره د39ؤ مياشتو دشپږو اربو ډالرو دپراختيا پېسو پروګرام باندې لاسليک کړى و خو نړيوالې مالياتي ادارې دخواوشا دريوو اربو ډالرو قسط هاغه مهال ودرولى و چې تير حکوت دخپل ژمنو څخه پشا شو او په تېلو او انرژۍ يې دسبسډۍ ورکولو اعلان وکړو.
دحکومت او ايي ايم ايف ترمينځ تړون ترسره شوى چې پکې ديو لک روپو مياشتې پورې تنخا اخستونکو باندې دټيکس بيا متعارف کړى شويدى او دجولايي څخه په تېلو په تدريجي ډول دليټر پسر د50ؤ روپو ليوي لګولو باندې هم اتفاق شويدى.
دخزانې وزير مفتاح اسماعيل دايي ايم ايف مشن مشر ناتهن پورټر سره دخبرو له وروستي پړاؤ وروستو ميډيا ته وويل ايي ايم ايف به په مالياتي هدفونو دسټيټ بينک سره مشوره کوي، دمعاهدې وروستو به دبجټ حجم 9٫9 ټرلينه روپۍ شي کوم چې به دخزانې دوزير له لوري په 10م جون دوړاندې کړى شوي بجټ په مقابله کې خواوشا 400 اربه روپو پورې سيوا شي.
مفتاح اسماعيل په 10م جون د9٫5 ټرلينه روپو بجټ وړاندې کړى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button