افغانستان: طالبانو پينځه نيول شوي برتانوي وګړي پريښي
دطالبانو او برطانيې چاروناکو ويلي چې طالبانو طالبانو وروستو له هغې يو شمير برتانوي وګړي پريښي چې ددواړو هيوادونو ترمينځ يو تړون ترسره شو.
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يو بيان کې ويلي دغه نيول شوي برتانوي وګړي داتوار په ورځ دافغان او برتانوي چاروکو ترمينځ دڅو ليدنو وروستو خوشې کړى شويدي.
هغه ويلي يو شمير برتانوي وګړي چې شپږ مياشتې دمخه دافغانستان دقوانينو او خلکو دروايتونو په سرغړونه نيول شوي وؤ، خوشې کړى شويدي.
مجاهد دا نه دي ويلي چې دغو برتانوي وګړو کوم قوانين مات کړي او په دې اړه يې هم سپيناوى نه دى کړى چې هغوي ولې نيول شوي وؤ.
په بيان کې ويل شويدي چې دغو ټولو دافغانستان قوانينو ته ددرناوي ژمنه کړې او ويلي يې دي چې دافغانستان دخلکو دروايتونو او کلتور څخه به بيا سرغړونه نه کوي.
لندن ويلي پينځه برتانوي وګړي خوشې کړى شويدي خو دهغوي دپيژندګلو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي او په دې اړه يې هم سپيناوى نه دى کړى چې هغوي کله نيول شوي وؤ اؤ په څه اساس.
دبرتانيې خارجه سيکترې ليز ټرس په ټويټر ليکلي ” په افغانستان کې نيول دنيول شوو پينځوو برتانوي وګړو دبرتانيې له لوري په راخوشې کولو خوشحاله يم”
دفرورۍ په 12مه نېټه په لندن کې حکومت ويلي وو يو شمير برتانوي وګړي نيول کيږي او هغوي دغه معامله دطالبانو سره راپورته کوي.