پاکستانمهم خبرونه

په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې دبارانونو او سيلابونو له امله تباهي خوره شوې

  دقدرتي افتونو په مهال دمرستې  دصوبايي  ادارې وينا ده  دپشکال څخه دمخه  وريدلو بارانونو دبلوچستان په بيلا بيلو  سيمو کې تباهي خوره کړې ده  چې له امله يې سيلاب فصلونو او ودانيو ته زيان رسولى او لږ ترلږه پينځه کسان يې له امله مړه شويدي.

 دصوبايي ډيزاسټرمنيجمنټ اتهارټۍ له لوري دنهې په ورځ په يو بيان کې ويل شويدي چې  دکوهلو سيمه سوناري  دکويټې سره پيوست کوونکى سړک په سيلابي اوبو کې لاهو شوى او ګڼو پلونو ته زيان رسيدلى، کوهلو کې هم سيلاب دبجلۍ ستنې لاهو کړي او بارکهان کې سيلاب فصلونو ته زيان رسولى دى.

 په بيان کې ويل شويدي چې دصوبې په ګڼو سيمو کې دبارانونو لړۍ دوامداره ده، سبي، کوهلو، زيارت، کويټه، چمن، هرنايي، لورالايي، شيراني، موسي خيل، بارکهان او ژوب کې هم  دتيزو بارانونو خبرونه ترلاسه شويدي.

  ادارې ولي په سبي کې داتوار په ورځ طوفان يو ټرک لاهو کړى چې له امله يې څلور زنانه او يو سړى مړه شويدي.

 دليويز له مخې  دغه حادثه هاغه وخت  رامينځته شوې چې دسخت سيلاب باوجود دبيجي  سيند نه يو ټرک داوښتو هڅه کوله، پېښه کې ژوبل شوي يو عيني شاهد بهادر خان ويلي په ټرک کې خواوشا 25 کسان او دهغوي څاروي  موجود وؤ.

 دموسمياتو محکمې  له قوله  صوبايي ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټۍ پخپل بيان کې ويلي  په بلوچستان کې  دپشکال څخه دمخه دبارانونو دغه لړۍ به سبا دنهې ورځې پورې دوامداره وي.

 انتظاميې دسختو بارانونو له امله  دسيلاب او  ځمکې خويدو   دخطرې په اړه خبردارى ورکيړدى.

په عين حال کې  دخېبرپښتونخوا ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټۍ   پخپل يو راپور کې  ويلي په صوبه کې دتير يو شواروز په مهال دباران له امله رامينځته شوو پېښو کې درې ماشومان ژوبل شويدي.

 دراپور له مخې  ډيره اسماعيل خان کې دسخت باران له امله دکور چت راپريوتى چې له امله يې ماشومان ژوبل شويدي، ددې ترڅنګ  په دغه پېښه کې څاروي هم مړه شويدي.

 دنهې په ورځ دموسمياتي بدلون  وزيرې شيري رحمان ويلي  په راتلونکو ورځو کې  دطوفاني بارانونو له امله دهيواد لويې برخې دسيلاب سره مخ کيدى شي، هغې ويلي کراچۍ، لاهور، ملتان، پېښور، اسلام اباد او نورو ښارونو کې دسيلاب ډاګيزه خطره ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button