مهم خبرونه

هند او بنګله ديش کې دبارانونو او سيلابونو له امله 95 لکه خلک راګير شويدي

  دچارواکو وينا ده بنګله ديش  او شمال ختيځ هند کې دباران او سيلاب له امله 95  لکه کسان نښتي چې درابهر کولو لپاره يې عمليات دوام لري

  دنړيوالې خبري ادارې  رايټرز له مخې  دبارانونو له امله دبنګله ديش ښکتنيو سيمو کې  سخت سيلابونه راغلي، دغسې منظرونه يوه پيړۍ دمخه ليدل شوي وؤ، دهند اسام رياست کې ددوؤ اوونيو په مهال خواوشا 69 کسان وژل شويدي.

 دبنګله ديش شمال ختيحه ضلع سنام ګنج اوسيدونکي 26 کلن ابوبکر رايټرز ته وويل  دخلکو سره  خوراک او دڅښلو اوبه نشته ، په سيلابي اوبو کې ټول ټيوب ويلونه لاهو شويدي.

 دبنګله ديش  وزيراعظمې شيخ حسينه واجد وينا ده  دسيلاب ځپلو سيمو  هوايي سفر يې کړى، په  تيليويزيون ښودل شوو منظرونو کې څرګنديږي  چې  موسمي  فصلونه  له ځمکې څخه راوتلي دي.

 په جنوبي ايشيا کې دجون او اکتوبر په مهال تيز بارانونه دسيلاب سبب ګرځي، په دې کې په ځانګړې توګه دبنګله ديش پشان ښکتنۍ سيمې داوبو لاندې راځي ، دغلته له هماليې څخه تيريدونکې اوبه په سيند کې  سيلابي شکل خپلوي.

 دبنګله ديش  دقدرتي افتونو دادارې  جنرل ډايريکټر عتيق الحق ويلي ددغه هيواد شمالي او مينځنۍ سيمې دسيلاب په غيږه کې دي او زياته کړې يې ده چې پوځ، بحريه، پوليس او نور دامدادي ډلو غړي  او رضاکار  دخلکو دراويستلو په عملياتو کې بوخت دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button