پاکستانمهم خبرونه

پاکستان کې ډالر 212ؤ روپو ته ورسيدو

په پاکستان کې دنهې په ورځ هم دروپۍ په قدر کې دکمي لړۍ دوامداره وه او ديو ډالر بيعه د212ؤ روپو ترټولو لوړې کچې ته رسيدلې ده.

 تيره ورځ ديو ډالر بيعه خواوشا په 210 روپۍ بنده شوې وه  چې پکې دنهې په ورځ دکاروبار په پيل  کې اضافه ليدل شوې ده او يو ډالر 212ؤ روپو ته رسيدلى دى.

 دبي بي سي اردو څانګې دراپور له مخې  دډيلرانو وينا ده چې ددرامداتو فشار ؤ خو په ډالر شته خو ددې ترڅنګ داسې ښکاري چې  دايي ايم ايف سره دکوم ساز باز لاندې دروپۍ قدر راغورځولى شي

 دمالياتي ډيټا او تجزياتي ويب پورټل  ميټيس ګلوبل له مخې  تيره اوونۍ دروپۍ په قدر کې  د6٫4 روپو لويې کمى رامينځته شويدى.

همدغه راز  په ټريس مارک کې دريسرچ مشر کومل منصور  دروپۍ دراپريوتونکي قدر په اړه ډان  نيوز ته ويلي  داسې ښکاري چې  هيواد اوس  په بشپړ ډول دايي ايم ايف  دقرضې په پيکج اډاڼه لري.

 دايي ايم ايف سره دقرضې پروګرام داپريل دپيل څخه دځند ښکار دى او دپاکستان دنړيوالې مالياتي ادارې سره مذاکرات بې ګټې پاتې شويدي.

 نړيوالې قرض ورکوونکې ادارې لمړى دپي ټي ايي دحکومت په تيلو او انرژۍ  په سبسډۍ دتحفظاتو څرګندونه کړې وه  او اوس يې دنوي حکومت له لوري  په اينده مالي کال کې په مقرر کړى شو هدفونو هم دتحفظاتو څرګندونه کړې ده.

پاکستان په جولايي کال 2019م کې دايي ايم ايف سره  د39ؤ مياشتو دشپږو اربو ډالرو دپراختيا پېسو پروګرام باندې لاسليک کړى و خو نړيوالې مالياتي ادارې دخواوشا دريوو اربو ډالرو قسط هاغه مهال ودرولى و چې  تير حکوت دخپل ژمنو څخه پشا شو  او په تېلو او انرژۍ يې  دسبسډۍ ورکولو اعلان وکړو.

 تيره ورځ  دخزانې وزير مفتاح اسماعيل هيله څرګنده کړې وه چې دايي ايم ايف سره به  تړون په يوه يا دوؤ ورځو کې ترسره شي خو ددې باوجود هم دروپۍ په قدر کې دکمي لړۍ ونه دريده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button