افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دکابل بريد کې ژوبل شوى سکهـ وايي “افغانستان مې وطن ؤ، کله مې هم نه پرېښودو خو اوس يې پريږدم”

 دخالي په ورځ  دافغانستان په پلازمېنه کابل کې په ګوردواره دداعش له بريد وروستو دافغانستان سکهـ ورورولي  دخپل راتلونکي په اړه دمايوسۍ ښکار ده  او دخپل زيږون  دهيواد له شهريت څخه دلاس پسر کيدو په ترڅ کې  کوم بل هيواد ته دتللو په اړه سوچ کوي.

 دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي  له مخې  دخالي په ورځ  په ګوردواره  بريد کې  ژوبل شوي رګبير سنګهـ  دمايوسۍ څرګندونه کړې او  ويلي يې دي ”  دلته په هيواد کې زمونږ لپاره هيڅ راتلونکى نشته، ما ټول اميدونه بايللي دي”

 دخالي په ورځ په کابل کې دسيکهانو په ګوردواره   ترسره شوي بريد کې دوه کسان وژل شوي وؤ او  اووه  نور ژوبل شوي وؤ چې ذمه واري يې نړيوالې ترهه ګريزې ډلې داعش منلې وه.

 په سکهـ ورورولۍ دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو وړاندې هم بريدونه ترسره شويدي.

 د2020م کال دمارچ په مياشت کې هم په کابل کې په يو مندر  دوسله والو په بريد کې لږ ترلږه 25 کسان وژل شوي وؤ اؤ په کال 2018م کې  په جلال اباد کې په يو ځانمرګي بريد کې  لږ ترلږه 19 کسان وژل شوي وؤ چې پکې زياتره سيکهان وؤ.

ددغو دواړو بريدونو ذمه واري هم داعش منلې وه، داعش له دې وړاندې هم په افغانستان کې  شيعه  ورورولي په نښه کړې او دصوفيا منونکې فرقې او ډلې يې هم  نښه کړيدي.

 په افغانستان کې دمېشته سکهانو او هندوانو شميره دتيرکال تر اخره خواوشا 200ؤ ته راکمه شوې وه   حالانکې  د1970 په لسيزه کې دغه شميره خواوشا پينځه لکه وه.

 په افغانستان کې چې کوم سيکهان مېشته دي په هغوي کې زياتره هاغه تاجران دي چې دونو، بوټو څخه دوايانې  جوړوي او دپاکستان او هند څخه دراوړل کيدونکو اليکټرانک شيانو کاروبار کوي.

 په افغانستان کې دزيږيدلي منموهن سنګهـ سيټهي لپاره په نښه کړى شوې ګوردواره يواځې يوه عبادت خانه نه بلکې دسکهـ ورورولۍ يو کور ؤ.

 70 کلن منموهن سنګهـ ويلي دا مرکزي ګوردواره وه چرته چې به هغوي ديوې کورنۍ په توګه ليدنې کولې، خو دخالي په ورځ امن او سکون هاغه وخت برباد کړى شو کله چې  سحر مهال  په ترسره شوي بريد کې دسکهـ ورورولۍ سره تعلق لرونکى يو تن ووژل شو او دمنموهن سنګهـ سيټهي په ګډون ٧ کسان نور ژوبل شول.

 له دغه بريد وروستو سملاسي په پيل کړى شوو ځوابي عملياتو کې يو طالب جنګيالى هم وژل شوى و.

 په دغه بريد کې  دژوندو پاتې شوو  سيکهانو  دبريد دجزئياتو بيانولو په مهال ويلي  وسله والو لمړى دودانۍ په مرکزي دروازه ډزې وکړې او يو  محافظ يې  ووژلو، له دې وروستو ګوردوارې ته دننه داخل شول او لاسي بمونه يې وغورځول.

 ددغه بريد څخه څو دقيقې وروستو  دودانۍ څخه بهر يوه موټري بمي چاودنه وشوه  چې له امله يې دنزدې ودانيو ديوالونه او کړکۍ ماتې شوې.

 په ګوردواره چې بريد وشو نو ځينې کسان  دودانۍ په شاتنۍ دروازه وتلو کې بريالي شول  او هغوي په نزدې ودانيو کې پناه واخسته،ددغه ګډوډي او منډو ترړو په مهال منموهن سنګهـ  سيټهي  چې  دودانۍ په څلورمه پوړۍ موجود ؤ، په ځمکه راپريوتو  چې له امله يې دهغه پښې او يو لاس ژوبل شو.

 دبريد له امله دودانۍ  کوټو او  دعبادت لپاره ځانګړي مرکزي هال ته دډزو، لاسي بمونو او بريد په مهال  دودانۍ  په يوه برخه کې دلګيدلي اور له امله دروند زيان رسيدلى دى.

 په کابل کې دسيکهانو په ګوردواره دغه بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې دنوي ډيلي يو پلاوي  دهندي سفارتخانې  بيا پرانساتو په امکانات دخبرې لپاره دکابل سفر کړى و.

 دهندي حکومت سرچينو په ډيلي کې  داى ايف پي سره په خبرو کې ويلي 100ؤ پورې افغان هندوانو او سيکهانو ته په بيړني اساس ويزې جاري کړى شوي  خو دمنموهن سنګهـ سيټهي وينا وه چې  دهغوي  ويريدلې  ورورولۍ کې چاته هم ددغه وړانديز علم نشته.

 هغه ويلي ورورولۍ ته يې لا دا هم نه ده معلومه چې په راتلونکي کې به عبادت چرته کوي.

 هغه ويلي که چرې ټول په يو ځانګړي کړى شوي ځايې کې  دمذهبي رسوماتو ادا کولو لپاره راټوليږي نو  ددغه رقم يو بل بريد سره مخ کيداى شي او په هغوي دوړاندې څخه درې ځله بريدونه شويدي نو ځکه دغفلت څخه کار نه شي اخستى.

 منموهن سنګهـ ويلي وروستي بريد هغوي  ډير اغيزمن کړيدي، هغه ويلي” افغانستان زما وطن ؤ، کله مې هم دا پريښودل نه غوښتل خو اوس يې پريږدم”.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button