افغانستانمهم خبرونه

ننګرهار کې دچاودنې له امله دوه کسان وژل شوي،28 ژوبل

په افغانستان کې دتشدد او بمي چاودنو لړۍ نوره هم تنُديږي، ددغه هيواد په ننګرهار ولايت کې ديوې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او دپينځوؤ طالب جنګياليو په ګډون 28 نور ژوبل شويدي.
دافغانستان دپژواک خبري ادارې له مخې نن سحر نهه بجې دننګرهار دشينوارو ولسوالۍ شيرګړ بازار کې دغه چاودنه دولسوالۍ دروغتيا دمدير په ګاډي ترسره شوې ده.
پژواک دجلال اباد دحوزوي روغتون د يوې سرچينو له قوله ليکلي دچاودنې له ځايه دوي ته شل ژوبل شوي کسان وروړل شويدي چې پکې دڅلورو روغتيايي حالت داندېښنې وړ دى.
ددغه چاودنې ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده منلې ده.
تيره ورځ هم په پلازمېنه کابل کې په يو ګاډي دچاودنې له امله دوه کسان وژل شوي وؤ اؤ دخالي په ورځ هم په کابل کې دسيکهانو په ګوردواره دچاودنې له امله دوو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړى و.
دسيکهانو په ګوردواره دشوې چاودنې ذمه واري داعش ډلې منلې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button