پاکستانمهم خبرونه

پوځ وايي بلوچستان کې يې شپږ ترهه ګر وژلي

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکې څانګې وينا ده مينځني مکران سيمه کې امنيتي ځواکونو په پټ خبر عمليات کړي او دبلوچستان لبريشن فرنټ( بي ايل ايف) شپږ ترهه ګر يې وژلي دي.
دايي ايس پي ار له لوري جاري کړى شوي بيان کې ويل شويدي چې په 19م جون دبلوچستان دپارو سېمې سره نزدې مينځني زمران رينج کې دترهه ګرو دشتون په خبر امنيتي ځواکونو دهغوي دنيولو لپاره عمليات وکړل، په دغه مهال ترهه ګرو دخپلې ځالې څخه دتېښتې هڅه وکړه او په امنيتي ځواکونو يې ډزې وکړې.
دپاک پوځ وياند ويلي دډزو په تبادله کې دبي ايل ايف سره تعلق لرونکي شپږ ترهه ګر وژل شويدي.
دايي ايس پي ار وينا ده چې دغه ترهه ګر دامنيتي ځواکونو په چوکو دبريدونو ترڅنګ دپنجګور سيمې پ پروم او خواوشا کې دامنيتي ځواکونو دکاروانونو په نخښه کولو لپاره دايي اي ډي ښخولو کې هم ککړ وؤ.
دپاکستاني پوځ له مخې دوژل شوو ترهه ګرو له قبضې څخه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شويدي کوم چې ددغو ترهه ګرو له لوري په سيمه کې دامن وامان خرابولو لپاره کارول کيدل.
دايي ايس پي ار وينا ده چې امنيتي ځواکونه دقام سره په ګډه دبلوچستان سولې، ثبات او پرمختګ دسبوتاژ کولو دهڅو ناکامولو لپاره پرعزم دي.
له دې وړاندې په 7م جون خېبرپښتونخوا بلوچستان کې امنيتي ځواکونو په بيلا بيلو عملياتو کې څلور ترهه ګر وژلي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button