مهم خبرونهنړۍ

شام کې په بس ترهه ګريز بريد کې د11ؤ عسکرو په ګډون 13 کسان وژل شويدي

 دشام سرکاري ميډيا  دبې نومه عسکري چارواکو په اړه   دګل په ورځ  ويلي چې  دشام په شمالي برخه کې په يو بس  ترسره شوي بريد کې ديوولسو عسکرو په ګډون 13 کسان وژل شويدي او درې نور ژوبل شويدي.

 دشام سرکاري خبري ادارې سنا ترمخه  دغه بريد په رقه ولايت کې رامينځته شويدى، چې په يو وخت کې په دغه  ولايت تندروه ډلې داعش کنټرول لرلو، په راپور کې نه دي ويل شوي چې  په دغه بس  وسله والو په ټوپکو سره بريد کړى، په کوم ميزايل لګيدلى او که دسړک دغاړې دبمي چاودنې  له لارې په نخښه کړى شويدى.

 په سملاسي توګه ددغه بريد ذمه واري  چا نه ده منلې  خو دغه رقم بريدونه له دې وړاندې دتندروه ډلې داعش له لوري ترسره شويدي، په دې وروستيو کې ددغه ډلې په بريدونو کې  په لسګونو کسان مړه او ژوبل شويدي.

بې نومه عسکري چارواکو ويلي چې دغه بس  مرکزي هومز صوبې ته روان ؤ چې  سحر مهال پرې ترهه ګريز بريد وشو چې پکې يوولس عسکر او دوه ولسي وګړي وژل شوي او درې نور عسکر ژوبل شويدي.

 تندلارو په کال 2014م کې  په عراق او شام دواړو کې  دخودساخته خلافت اعلان کړى  و او رقه ښار يې ددې مرکز ګرځولى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button