افغانستانپاکستانمهم خبرونه

ملګري ملتونه وايي پاکستان دافغان کډوالو دورتګ دنوې لړۍ سره مخ دى

دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې وينا ده چې دطالبانو له لوري په کابل دقبضې وروستو پاکستان له افغانستان څخه دافغان کډوالو دراتګ نوې لړۍ سره مخ دى.
هرکال په 20مه جون دنمانځل کيدونکې کډوالو دنړيوالې ورځې په موقعه دترک خبري ادارې انادولو سره خبرو کې دملګرو ملتونو دکډوالو دادارې( يو اين ايچ سي ار) دپاکستان وياند قيصر خان افريدي ويلي دجنورۍ کال 2021م خخه تردې مهاله دوه لکه 50ؤ زرو څڅه زياتو افغان کډوالو دپاکستان مخه کړې ده.
قيصر خان افريدي ويلي يو اين ايچ سي ته معلومه ده چې دتيرکال جنورۍ څه تردې مهاله دوه لکه 50 زره څه زياتو افغان کډوال پاکستان ته ورغلي خو نړيوال تحفظ ته داړمنو افغان وګړو دمجموعې شميرې له دې څخه هم دزياتوالي احتمال دى.
هغه ويلي دپاکستان حکومت سره دسياسي پناه لټونکو درجسټريشن او دستاويزاتو په اړه خبره خبرې کوي چې پکې دزياترو تعلق افغانستان سره دى.
تيرکال داګست په مياشت کې چې دپخواني افغان ولسمشر اشرف غني حکومت رانسکور او په افغانستان کې طالبان واک ته ورسيدل نو دلکونو په شمير کې افغان کډوال پاکستان او ايران ته تښتيدلي وؤ.
قيصر افريدي ويلي درضاکارانه واپسۍ دپروګلام لاندې دسږکال له پيل څخه تر دې مهاله يواځې د850 مهاجرينو 185 کورنۍ جګړه ځپلي هيواد ته ستانه شويدي خو دغه شميره دتيرکال هم ددې مودې په مهال وطن ته دستنيدو په پرتله يو څه زياته ده.
په پاکستان کې دا مهال 13 باقاعده رجسټرډ کسان او هم په دغه هومره شميره کې غيررجسټرډ افغان مهاجرين موجودي چې پکې زياتره په خېبرپښتونخوا کې مېشته دي،په بلوچستان او کراچۍ کې هم په ګڼ شمير کې افغان مهاجرين مېشته دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button