پاکستانمهم خبرونه

عمران خان وايي که روڼ انده ټاکنې ونه شوې نو هيواد کې به ګډوډى خور شي

پخواني وزيراعظم او دتحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي دي احتجاج کول دهغوي اييني حق دى، هغه به داحتجاج غږ کوي او تر هاغه وخته به احتجاج کوي ترڅو چې ورته دصفا او روڼ انده ټاکنو نېټه نه وي ورکړى شوې ځکه که چرې ټاکنې صفا او روڼ انده ونه شوې نو په هيواد کې به ګډوډى خوريږي.
دپخواني وزيراعظم عمران خان په غږ تيره شپه دپېښور په ګډون په ټول پاکستان کې احتجاجي مظاهرې شويدي.
عمران خان دګرانۍ په ضد په ملکي کچه داحتجاج په مهال دويډيو لنک دلارې پخپله وينا کې پوښتنه کړې چې دهغه دحکومت په ضد دبې باورۍ دتحريک وروستو په هيواد کې اخر داسې څه وشول چې دګرانۍ طوفان راغلو؟ عمران خان وويل دپي ټي ايي کسان وايي چې عمران خان په هيواد کې بارودي سرنګونه خواره کړي، پي ټي ايي دايي ايم ايف سره تړونونه کړي وؤ چې له امله يې ګراني راغلې ده، هغه وويل دهغوي دحکومت له ختميدو وروستو دټولو څيزونه نرخونه سيوا کړى شويدي.
پخواني وزيراعظم وويل دظلم او بې انصافۍ په ضد هلې ځلې ” زمونږ دخپل ښه والي لپاره وي” هغه وويل ويره لري چې په راتلونکو ورځو کې به ګرانۍ کې نوره اضافه هم راځي چې ورسره به ښکتنۍ طبقه، سفيد پوش خلک او تنخاداره خلک زيات اغېزمن کيږي او په ځانګړې توګه به دپيټرولو او ډيزلو نرخونو سيوا کيدو سره کرونده ګر ترټولو زيات اغيزمنيږي.
دعمران خان وينا وه دهغوي دحکومت په دور کې دپيټرولو په نرخ کې چې ددولسو روپو اضافه وشوه نو مخالفو ګوندونو مارچ پيل کړى و خو هغوي دراتللو څخه وروستو دپيټرولو په نرخ کې 84 روپۍ او دډيزلو په نرخ کې 110 روپۍ اضافه کړې ده، دډيزلو نرخ کرونده ګر اغيزمنوي او ددې سره به دخوراک په تحفظ اغيزه کيږي.
دهغه وينا وه دبجلۍ بلونه چې راشي نو خلکو ته به معلومه شي چې څومره لويې دګرانۍ بم چاودلى، دا حکومت دايي ايم ايف په پروګرام کې ددوؤ مياشتو او دهغوي حکومت ددوه نيمو کلونو راهسې دايي ايم ايف په پروګرام کې و.
عمران خان دعوه وکړه چې په هغوي هم ايي ايم ايف فشار راوړى و خو هغوي دبيعو سيوا کولو پځايې لس روپۍ راکمې کړې وې، دبجلۍ نرخ يې څلور روپۍ کم کړى ؤ او دنورو ځايونو څخه يې دپېسو دراويستلو دلارې ولس ته اساني ورکړې وه، عمران خان وويل ريکارډ ټيکس يې جمع کړى و او دپيټرولو او ډيزلو دنرخ کمولو لپاره يې د200 اربه روپو سبسډي ورکړې وه.
عمران خان وويل خلکو ته يې دروغتيا کارډ ورکړى، په احساس پروګرام يې ترټولو زيات مصرف کړى و، بغير له سوده قرضې يې ورکړي، دراشو پروګرام يې هم پيل کړى او په هڅه يې کړې وه چې په غريبه طبقه بوج رانه وړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button