افغانستانمهم خبرونه

کابل کې په ګاډي چاودنې دوه کسان وژلي

دافغانستان پلازمېنې کابل کې په يو ګاډي کې دترسره شوې بمي چاودنې له امله دوه کسان وژل شويدي.
دکابل دپوليسو وياند خالد ځدراڼ وينا ده چې چاودنه دښار په شمالي سيمه کې ترسره شوې ده چې پکې يو ګاډى په نخښه کړى شويدى، تر دې مهاله دا نه ده په ډاګه شوې چې ددغه پېښې پشا دچا لاس و او څوک پکې په نخښه کړى شويدي.
دغه چاودنه دخالي په ورځ په کابل کې دسکهانو په يو ګوردواره دترسره شوې چاودنې وروستو رامينځته شوې ده، دسکهانو په ګوردواره شوي بريد کې هم دوه کسان وژل شوي وؤ، په ګوردواره دحملې ذمه واري داعش ډلې منلې وه او دا يې په هند کې دبي جى پي ديوې وياندې له لوري دپيغمبر(ص) په اړه دګستاخانه تبصرې ځواب ګرځولى ؤ.
له دې وړاندې دجمعې په ورځ دافغانستان په کندوز ښار کې په يوه بمي چاودنه کې هم يو تن وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي وؤ.
تيرکال داګست په مياشت کې په افغانستان کې دواکمنيدو وروستو طالبان وايي هغوي افغانستان محفوظ کړى خو نړيوال مبصرين او تجزيه کار بيا وايي دتندلاريتوب دبيا راپورته کيدو خطر لا اوس هم شته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button