وسله والو بلوچستان کې درې خواري کښ وژلي
چارواکو ويلي وسله والو جنګيالو دبلوچستان په جنوبي برخه کې دسړک جوړونکو مزدورانو په يو تعميراتي کيمپ بريد کړى چې له امله يې درې خواري کښ وژل شوي او پينځه نور ژوبل شويدي.
دبلوچستان حکومت يوې وياندې فرح عظيم شاه ويلي وسله والو دمزدورانو په کيمپ ډزې کړي، ګاډي يې سوځولي او دهرنايي ضلعې په غرييزه سيمه کې يې مشينري تباه کړې ده، هغې ويلي دغه کيمپ دهاغه سيمه ييزې کمپنۍ برخه وه چې دسړک جوړولو په يوه پروژه يې کار کولو.
ضلعي مرستيال کمشنر رفيق ترين ويلي له بريد وروستو پينځه مزدوران بې درکه دي، هغه ويلي چې امنيتي ځواکونو دلټونې عمليات پيل کړي خو سيمه مشکله ده.
وروستو هغه ويلي چې په پينځوو کې دوه مزدوران نزدې موندل شويدي.
کومې ډلې ددغه بريد ذمه واري تر دې مهاله نه ده منلې خو په بلوچستان کې دکوزې کچې په ياغيتوب کې ښکيلې بيلتون خوښې ډلې په صوبه کې په غيرمقامي مزدورانو دغه شان بريدونو کې ککړې پاتې شويدي، په قدرتي معدنياتو او ګيس سمباله بلوچستان صوبه کې دبلوچستان نيشنل ارمي پشان ډلې له اسلام اباده بيلتون غواړي.