افغانستانمهم خبرونهنړۍ

طالبان وايي امريکا يې دحکومت په رسميت دپيژندو په لاره کې لويې خنډ دى

 دافغانستان طالبانو تور پورې کړى چې امريکا په کابل کې دهغوي  دنوي حکومت دنړيوالې ورورولۍ له لوري په رسميت دپيژندلو دلارې مخه نيسي.

 طالبان تيرکال  داګست په 15مه نېټه  داشرف غني دحکومت  درانسکوريدو وروستو واک ته رسيدلي وو او تر دې مهاله  دنړۍ يو هيواد هم دهغوي حکومت په رسميت نه دى پيژندلى.

 دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې دراپور له مخې  دطالب وياند ذبيح الله مجاهد څخه چې کله پوښتنه وشوه چې تر دې مهاله  دهغوي دحکومت په رسميت دنه پيژندو ذمه وار څوک ګڼي نو هغه وويل”  ترڅو چې دبهرنيو هيوادونو له لوري   په رسميت دپيژندلو تعلق دى نو زه فکر کووم چې امريکا يو لويې خنډ دى”

  دطالبانو له لوري دچليدونکي واټس ايپ ډلې دلارې خبريالانو ته دپوښتنو دځواب ورکولو په مهال ذبيح الله مجاهد وويل  ” دا( امريکا) نه غواړي  چې نه خو نورو هيوادونو  دې لوري ته دورتګ اجازه ورکړي  او نه يې هم پخپله دې لړ کې  کوم اقدام کړيدى”

 مجاهد دعوه وکړه چې  طالبانو خپل حکومت ته دسفارتي پيژندګلو ورکولو لپاره ټول لوازمات پوره کړيدي

 هغه په دې خبره ټينګار کړيدى چې دامريکا په ګډون ټولو هيوادونو ته په دې خبره دپوهيدو ضرورت دى چې  دطالبانو سره ښکيلتيا   دهرچا په ګټه ده، دا به نړۍ ته دطالبانو سره په هاغو اندېښنو دبحث کولو موقعه په لاس ورکړي چې هغوي يې لري.

مجاهد په دې خبره  زور راوړى چې دطالبانو مشران  په دوحه، قطر کې، په فرورۍ،2020م کې  ددواړو خواو له لوري دلاسليک شوي تړون لاندې  دامريکا سره غوره دوه اړخيزه اړيکې لري، هغه وويل  واشنګټن ته هم دکابل سره  دښو اړيکو جوړولو په لوري تګ پکار دى.

” ترڅو چې امريکا په افغانستان قبضه کړې وه، مونږ دښمنان وو او امريکا سره مو جګړه کوله،اوس جګړه پاې ته رسيدلې ده”

 مجاهد دعوه کړې ده چې نه خو يې په هيواد کې القاعده شته او نه هم دهغوي کوم غړي او زياته کړې يې ده چې  دامريکا په مشرۍ  داکتوبر2001م له جارحيت وروستو هغوي ټولو افغانستان پرېښى او خپلو  هيوادونو ته ستانه شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button