مهم خبرونهنړۍ

زيلنسکي په جنوبي محاذ دعسکرو سره ليدنه کړې، په ختيځه دونباس سيمه کې سخړه جګړه روانه ده

 داوکراين ولسمشر ولودمير زيلنسکي  دکيف څخه بهر جنوب لوري ته  جګړه ځپلي ښار مېکولايو ته  په داسې حال کې سفر کړى چې  په ختيځه دونباس سيمه کې  سخته جګړه روانه ده.

 داوکرايني چارواکو له مخې  ختيځ ښار Sievierodonetsk   ته نزدې کليو کې سخته جګړه دوام لري، روسي  پوځونه ددغه ښار دڅو اوونيو راهسې دکنټرول ترلاسه کولو هڅې کوي.

 دلوهانسک سيمې  ګورنر سريهى هايدايي  په ټيليګرام ويلي  اوس  د Sievierodonetsk    څخه چاپيره سخته جګړه روانه ده، هغوي( روسيه) په بشپړه ډول  ټول ښار نه دى کنټرول کړى، ”  په نزدې  کليو کې  ډيرې سختې جګړې روانې دي، په  په توشکيوسکا،زولوټى کې، هغوي دپرمختګ هڅې کوي خو ناکاميږي، زمونږ مدافعين دروسانو سره له هره اړخه جنګيږي”

 دروسيې ددفاع وزارت دخالي په ورځ ويلي وو چې روسي ځواکونو په مرکزي اوکراين کې   په ليسيچنک او کريمنچک سيمو کې  دتيلو ريفاينري  ړنګه کړېده، روسي  ويلي وو دغه تنصيبات په دونباس سيمه کې اوکرايني پوځ ته دسازوسامان درسد په موخه جوړ وؤ.

 دزيلنسکي مېسکولايو ته سفر  څلور مياشتې دمخه  په اوکراين دروسي جارحيت څخه وروستو لمړى سفر دى.

دهغه دفتر  دخالي په ورځ دزيلنکسي يوه ويډيو شريکه  کړې چې پکې هغه  دسختې ړنګې شوې يوې لوړې ودانۍ جاج اخلي  او دسيمه ييزو چارواکو سره ليدنه کوي، هغه  په جنوبي محاذ  هم دچارواکو سره ليدنه کړې ده، دولسمشر دفتر دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه سفر يې کله کړيدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button