پاکستانمهم خبرونه

پاکستان کې دعمران خان په غږ نن ماسخوتن دګرانۍ په ضد احتجاج کيږي

 دپاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان په ولس غږ کړيدى چې نن دجون په ١٩مه نېټه ماسخوتن نهه بجې  دې  دزياتيدونکې ګرانۍ په ضد لارو کوڅو ته راوځي  او پرامنه احتجاج دې ترسره کړي، دعمران خان وينا ده چې  دغه ګراني  ديو داسې حکومت کار دى چې  داقتصاد دقابو کولو  توان نۀ لري.

يوه ورځ دمخه  دپي ټي ايي چيرمين  اعلان کړى و چې هغه به نن داتوار په ماسخوتن  دهيواد په کچه کيدونکي احتجاج په مهال  دخپل راتلونکي تګلاره اعلانوي.

 عمران خان ويلي  جبر او طاقت خلک له خپلو غږونو پورته کولو نه شي منعې کولى.

 دخپل ګوند دويندويانو يوې غونډې ته په وينا کې عمران خان  دګرانۍ په اړه ويلي  دتحريک انصاف حکومت په ډهال جوړيدو سره خپل خلق له نړيوالې  ګرانۍ څخه ژغورل  خو موجوده  واکمنانو دخپلو جېبونو ډکولو لاپره  ملک ګاڼه کړى او په ولس  يې دګرانۍ عذاب نازل کړيدى.

عمران خان ويلي موجوده  حکومت  دقام او يا  دهيواد دراتلونکي هيڅ پرواه نه کوي او زياته کړې يې وه چې  که چې اقتصاد بې ثباته شي نو  وضعيت به له قابو څخه  اوځي.

پخواني وزيراعظم ويلي  دتيرو دوو مياشتو پېښو  دسازش هر کردار او دهغوي اهداف په پوره ډول څرګند کړيدي.

په عين حال کې  داطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزيب په خلکو غږ کړيدى چې دپي ټي ايي داحتجاج غږ څخه دې څنډه وکړي  او ويلي يې دي چې  قام دعمران خان ددروغو او مناففانه مخ پيژندلى دى.

 هغې ويلي  دسازشي نظريې  دبيانيې ددفن کيدو وروستو عمران خان غواړي  په ګرانۍ  په هيواد کې ګډوډى رامينځته کړى  کومه چې دهغه  دغلطو اقتصادي تګلارو له لوري پيل شوې ده.

هغې پوښتنه کړې ده چې قام دداسې شخص  په غږ ولې راوځي چاچې  دڅو هيرو لپاره  قامي ګټې خرڅې کړيدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button