افغانستانمهم خبرونهنړۍ

داعش کابل کې دسکهانو په ګوردواره دبريد ذمه واري ومنله

  دخالي په ورځ دافغانستان په پلازمېنه کابل کې دسکهانو په ګوردواره دترسره شوي هاغه بريد ذمه واري نړيوالې ترهه ګريزې ډلې داعش منلې چې پکې لږ ترلږه دوه کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل شويدي، دغه چاودنه وروستو له هغې شوې چې په يو ګاډي بارودي مواد وچاوديدل.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې دترسره شوو يو شمير بريدونو ذمه واري داعش منلې ده.

 سکهان په افغانستان کې يو وړوکى اقليت دى چې دطالبانو لاسو ته دافغانستان له پريوتو څخه دمخه په 300 کورنيو مشتمل وؤ خو ددغه ټولنې  دغړو او ميډيا وينا ده چې  زياترو وروستو افغانستان پريښودو.

 دنورو مذهبي اقليتونو  ترڅنګ سکهان هم په دې وروستيو کې دتشدد ښکار پاتې شويدي، په 2020 کې  په کابل کې په يو بل مندر  ترسره شوي بريد کې 25 کسان وژل شوي وؤ چې ذمه واري يې داعش منلې وه.

 په يو پيوست ټيليګرام چينل  دداعش سيمه ييزې څانګې ويلي  دغه بريد  داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد(ص) دسپکاوي په ځواب و، کومه چې  په هند کې  دهند دواکمن ګوند ديوې وياندې له لوري ګستاخانه  تبصرې ته اشاره وه دکومې چې په نړيواله کچه داسلامي هيوادونو له لوري غندنه شوې ده.

  تيره ورځ  دطالبانو يو وياند ويلي وو  بريدکوونکو يو ګادى له چاوديدونکو موادو څخه ډک کړى و خو خپل هدف له رسيدو څخه دمخه يې چولى دى.

 دګوردوارې يو ذمه وار ګورنم سنګهـ وويل په ګوردواره کې دننه خواوشا 30 کسان موجود وؤ، خو “مونږ ته نه ده معلومه چې په هغوي کې څومره مړه او ژوبل دي”

هغه رويټرز خبري ادارې ته تيره ورځ ويلي وو ورته معلومه نه ده چې څه وکړي ځکه چې طالبان ګوردوارې ته دننه څوک نه پريږدي.

 دکابل دکمانډر  يو وياند ويلي  دهغوي ځواکونو  دسيمې کنټرول ترلاسه کړى او سيمه يې له بريدکوونکو څخه پاکه کړې ده، هغه ويلي  يو سکهـ عبادت کوونکى او يو طالب جنګيالى  دپاکولو دعملياتو په مهال وژل شويدى.

تيرکال داګست په مياشت کې  په افغانستان کې دواکمنيدو وروستو  طالبان وايي هغوي  افغانستان محفوظ کړى خو نړيوال مبصرين او تجزيه کار بيا وياي  دتندلاريتوب دبيا راپروته کيدو خطر لا اوس هم شته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button