افغانستانمهم خبرونهنړۍ

طالبان وايي بې حجابه ښځې دڅاروؤ پشان دښکاريدو هڅه کوي

دطالبانو مذهبي پوليسو دافغانستان په جنوبي قندهار ولايت کې  دپوسټرو دلارې  سيمه ييزو ښځو ته  ويلي کومې ښځې چې  حجاپ نه اچوي هغوي دڅاروؤ پشان په نظر دراتللو هڅه کوي.

 دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي دراپور له مخې  په روانه اوونۍکې  دطالبانو داسلام دسخت دريځه تشريح نافذونکي امر بالمعروف ونهي عن المنکر ادارې لخوا په قندهار کې  دښځو دبرقعو عکسونه ځوړند کړى شويدي په کوم چې ليک دى چې ” مسلمانه ښځه  دحجاب په نه مراعت کولو سره له نورو حيواناتو سره دمشابهت هڅه کوي”

 دطالبانو په دغه  امر کې ” ليکل شوي  لنډ تنګ او نازک کالې هم دبې حجابۍ  په حکم کې دي “

طالبانو ليکلي ” مسلمانې خورې  حجاب  دالله(ج) له لوري پر تا يو فرضي حکم وګڼه  محدوديت او بنديز يې مه ګڼه”

 دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ دملګرو ملتونو دبشري حقونو مشرې په افغانستان کې په ښځو او جينکو د داداره جاتي منظم ظلم کولو غندنه کړې وه  او خبردارى يې ورکړى و چې هغوي ديو سخت وضعيت سره مخ دى.

هغې په ځانګړې توګه دطالبانو له قبضې وروستو دصنفي تفريق غندنه کړې وه، دهاغو ژمنو باوجود چې د1996ء څخه 2001ء پورې دخپل واک دلمړي پړاؤ دسختې اسلامي واکمنۍ برعکس به نرمي خپلوي، په ګڼ شمير کې بنديزونه له وړاندې څخه پځايې کړى شويدي.

له ثانوي ښوونځيو څخه په لسګونو زره جينکۍ بهر کړى شويدي، ښځې په حکومتي چوکو له روزګار څخه منعې کړى شويدي،همدغه راز ښځې له يواځې سفر کولو څخه ه منعې کړى شويدي او ولسي باغونو او پارکونو ته يواځې په ځانګړو ورځو کې دورتللو اجازه ورکړى شوې ده، همدغه راز هغوي ته په ولسي ځايونو کې دمخونو پټولو امر هم شويدى.

 دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي له مخې په قندهار کې  دطالبانو دامر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت مشر  عبدالرحمان طيبي  ويلي  ”  دا پوسټرې  مونږ لګولي او هاغه ښځې چې (په ولسي ځايونو کې) مخونه نه پټوي، مونږ به  دهغوي  کورنۍ خبروي او ددغه فرمان لاندې به يې په ضد ګامونه اخلو”

له کابل څخه بهر دافغانستان  تقريباً په ټولو سيمو کې  دبرقعې  اچول  عام دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button