افغانستانمهم خبرونهنړۍ

کندوز: جومات کې دجمعې دلمونځ وروسته چاودنه شوې،دمرګ ژوبلې اندېښنه

 دافغانستان پژواک خبري ادارې  ويلي  دکندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې دالپ بردي سيمې په يو جومات کې  چاودنه ترسره شوې ده خو دکندوز امنيه قوماندانۍ وياند عبيدالله عابدي ويلي  دغه چاودنه چې  دجمعې  دلمونځ وروستو ترسره شوې ده پکې  چاته زيان نه دى رسيدلى.

خو بلخوا  دچين ژنهوا خبري ادارې دمحمد کريم په نوم ديو عيني شاهد له قوله ويلي دي چې  دافغانستان شمالي کندوز ولايت کې دجمعې په ورځ  دامام صاحب ولسوالۍ په يو جومات کې دچاودنې له امله ځينې لمونځ ګزار  ژوبل شوي او دځينو پکې دوژل کيدو اندېښنه ده.

 که هرڅو   تر دې مهاله ددغه چاودنې مسوليت چا نه دى منلى خو له دې وړاندې هم دافغانستان په بيلا بيلو ښارونو کې  دجمعې دلمونځ په مهال په جوماتونو کې دغه رقم چاودنې رامينځته شويدي چې پکې دزياترو ذمه واري داعش ډلې منلې ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button