پاکستانمعیشتمهم خبرونهنړۍ

پاکستان به دايف اى ټي ايف له خړ فهرست څخه بهر شي که نه؟ پريکړه نن کيږي

 دپېسو غيرقانوني  انتقال او دترهه ګرو دمالي مرستې مخنيوي  لپاره نړيوالې څارونکې اداره فنانشل ايکشن ټاسک فورس( ايف اى ټي ايف) به نن ددې خبرې اعلان کوي چې بايد دپاکستان نوم ددغه ادارې  له خړ فهرست څخه وويستل شي که نه؟

 دتيرو کلونو په مهال دشوو اقداماتو په نظر کې نيولو سره حکومت هيله لري چې پاکستان به نن له خړ فهرست څخه وويستل شي.

څلور ورځنۍ غونډه  دجرمني په ښار برلن کې روانه ده دايف اى ټي ايف  دويب پاڼې له مخې  چارواکي به نن  ماښام اووه بجې يو مطبوعاتي کانفرنس کوي، ترڅو ددغه غونډې  دنتيجو په اړه معلومات ورکړى شي.

دايف اى ټي ايف 206 غړي او مبصرينو استازيتوب کووونکي  نمايندګان په غونډه کې  شريک دي، په مبصرينو کې دانټرنيشنل مانيټري فنډ( ايي ايم ايف)، ملګرو ملتونو، ورلډ بينک او ايګمونټ ګروپ اف فنانشنل انټلي جنس استازي هم ګډون لري.

 سفارتي سرچينو دپاکستان ډان ورځپاڼې ته څو ورځې وړاندې ويلي وو چين او څو نور  ايتلافي هيوادونه په خاموشۍ سره  دغونډې په مهال دخړ فهرست څخه دويستلو لپاره فعاله دي او په دې اړه کار کوي.

 دتحريک انصاف په ګډون دبيلا بيلو سياسي ګوندونو سياستمدارانو، کارکوونکو او خبريالانو نن په ټولنزيه ميډيا دعوه کړې چې ايف اى ټي ايف پاکستان له خړ فهرست څخه ويستلى خو په برلن کې دپاکستاني پلاوي مشري کوونکې  دخارجه امورو دمملکت وزيرې حنا رباني کهر خبردارى ورکړى چې دنتيجو په اړه دې  دمتعصبه او اندازو په اساس له راپورونو ورکولو څخه ډډه وکړى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button