پاکستانمهم خبرونه

قاضي اطهر من الله وايي دا خبره سمه ده چې رياست په جبري بې درکيو کې ککړ دى

  داسلام اباد هايکورټ  مشر قاضي اطهر من الله دبې درکه شوو کسانو په اړه  دکيس اوريدنې په مهال  ويلي دي دا خبره سمه ده چې رياست په جبري بې درکيو کې ککړ دى.

دډان نيوز دراپور له مخې  داسلام اباد هايکورټ مشر قاضي  اطهر من الله دمدثر نارو او نورو بې درکه کسانو  دنه راخوشې کولو په ضد په جمع کړى شوو خواستونو اوريدنه کړې ده.

 محکمې حکم کړى چې دبې درکه کسانو په اړه  دې داخله وزارت تر 25مې مئ  په حکم عمل باوري کړى، په دې کيس کې به نور ځنډ نه شي کولى  او فريقين دې تر راتلونکې اوريدونکې  دلايل ورکړي.

 داوريدنې په مهال مرستيال اټارني جنرل  دلايل ورکړي چې وفاقي کابينې دبې درکه کسانو په معامله  په وزيرانو مشتمل کميټه جوړه کړې ده.

 په دې مشر قاضي اطهر من الله وويل  محکمه  پخپل تير حکم کې  څه ليکلي وو هغه لږ  ولوله او ووايه، په دغه حکم کې  ليکل شوي وو چې بې درکه کسان دې راخوشې او وړاندې کړى شي، هغوي چرته دي؟

 مرستيال اټارني جنرل وويل  وفاقي حکومت کمېټه جوړه کړې او پلټنيزې ايجنسۍ هم هڅې کوي

 په دې مشر قاضي وويل  محکمه په کميټيو کې مه نښلوه، دا ووايه چې عمل وشو که نه؟  هغه پوښتنه کړې چې  دوفاقي حکومت عمل چرته دى، محکمه به غلط بياني نه مني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button