افغانستانمهم خبرونهنړۍ

ترکيه دطالبانو کنټرول افغانستان ته په زرګونو افغانان ورشړي

 په افغانستان کې  په سخت بشري کړکيچ  دنړيوال غږ باوجود هم ترکي په زرګونو افغانان ملک بدرکوي، په افغانستان کې  په طالبانو دبشري حقونو دسرغړونو تورونه دي ،  خوي هغوي دغه  تورونه ردوي او وايي اوس په افغانستان کې دخلکو ژوند خوندي دى.

 په جنورۍ کال 2022م کې ترکيه  له پاکستان وروستو هاغه دوهم هيواد و، چې  تيرکال په 15م اګست داشرف غني دحکومت له نسکوريدو وروستو افغانستان ته دټولو نړيوالو پروازونو دځنډول کيدو  نه پس يې   په وچه کې راګير دغه هيواد ته نيغ په نيغه پروازونه پيل کړي وؤ.

 دترک چارواکو او دمهاجرت دنړيوال تنظيم( ايي او ايم) له مخې په تيرو شپږو مياشتو کې  دکابل په هوايي اډه 79 ترک چارټرډ کې  له 18000ؤ څخه زيات افغانان په زوره وروړل شويدي.

تيرکال داګست په مياشت کې دطالبانو لخوا دافغانستان نيولو وروستو دغه هيود دنړۍ ترټولو بدترين  بشري کړکيچ  ته ورديکه کړى شوى دکوم وروستو چې ملګرو ملتونو   په 2022م کې  ددغه هيواد دمرستې لپاره د4٫4 بلينه ډالرو دمرستې اپيل کړى و.

 طالبان په افغانستان کې  خراب  بشري وضعيت مني خو دهيواد  داقتصادي  ستونزو بنيادي وجه  نړيوال بنديزونه ګرځوي.

دايي او ايم دشميرې له مخې دطالبانو واک ته له ستنيدو  وروستو په څلورو مياشتو کې خواوشا 8 لکه او 40 زره افغانانو پرته له سفري  دستاويزاتو څخه په نړيوالو پولو وراوړيدلي.

ترکي  اروپا ته دمهاجرت لټوونکو لپاره ترټولو لويې ټرانزټ مقام دى، تيرکال په جرمني کې  خواوشا23 زره افغانانو پناه غوښتې وه،  دزيارت په ورځ  دملګرو ملتونو دمهاجرينو ادارې(يو اين ايچ سي ار )  پخپل  راپور کې ويلي ترکيه هم په نړۍ کې ترټولو دزياتو مهاجرينو ابادي لري چې شميره يې 3٫8 ملينه ده په کومو کې چې دزياترو تعلق  دشام، عراق او افغانستان سره دى

 زياتره افغانانو ته ترکيې ته درسيدو لپاره دايران په پوله وراوړيدل وي، په 2021م کې ايران 760 زره افغانان افغانستان ته شړلي وؤ.

 په اوکراين کې روان کړکيچ هم 145 زره اوکرانيان ترکيه کې په پناه اخستو مجبور کړيدي،  دمهاجرينو دسخت بوج له امله ترکيه  دسخت اقتصادي او معاشي چيلنجونو سره مخ ده، په يو کال ترک کرنسۍ ليرا خپل نيم ارزښت دلاسه ورکړى او دګرانۍ کچه پکې 61 فيصده ته رسيدلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button