مهم خبرونه

پاکستاني علماء به دټي ټي پي دريځ نرمولو لپاره دکابل سفر کوي،راپور

 دايکسپريس ټربيون ورځپاڼې په راپور کې ويل شويدي چې  دپاکستان کومت به افغانستان ته  دټي ټي ډلې په دريځ کې دنرمۍ راوستلو لپاره  دمذهبي مشرانو يو پلاوى  افغانستان ته ليږي.

دمذهبي مشرانو دغه پلاوى به په داسې حال کې  دافغانستان سفر کوي چې له دې وړاندې دقبايلي مشرانو يوې  جرګې  پاکستاني طالبان داوربند څخه ورپه اخوا په څه رقم اقداماتو قايل نکړى شول، په دغو خبرو کې  په کابل کې دطالبانو رجيم مرسته ورکړې وه.

ټاکل شوې ده مفتي تقي عثمان به دمذهبي مشرانو ددغه ډلې مشري کوي چې پکې به دخېبرپښتونخوا څخه  هاغه  علماء ملګري چې دحقاني نيټ ورک سره مضبوطې اړيکې لري، حقاني نيټ ورک په موجوده وخت کې دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي پي ترمينځ  په مذاکراتو کې اسانتيا ورکوي.

 په راپور کې ويل شويدي چې  دعلماؤ دغه پلاوى به په کابل کې دټي ټي پي دمشرتابه سره مخ په مخ ليدنه وکړي.

 داوربند نوره موثره کولو لاپره به علما دافغانستان دکورنيو چارو دسرپرست وزير سراج الدين حقاني دمرستې ترلاسه کولو هڅه هم وکړي.

 دغه ډله به دټي ټي پي په دې خبره دقايلولو هڅه کوي چې هغوي دې  دپخوانۍ فاټا اصلاحاتو  دواپس کولو له غوښتنې تير شي  دکومو منظوري چې دپاکستان پارلمان ورکړې ده، همدغه راز علماء به له ټي ټي پي څخه غوښتنه وکړي چې   دپاکستاني رياست په ضد جګړه ختمه کړي.

 دپاکستان  داطلاعاتو  دموجوده وزيرې په وينا دمذاکراتو موجوده پروسې ته دپوځي او غيرپوځي  مشرانو ملاتړ ترلاسه دى، خو خارجه وزير  بلاول بوټو زرداري بيا وايي  بايد پارلمان دنوي اقدام په اړه په اعتماد کې واخستل شي.

 دټي ټي پي يو وياند هم ايکسپريس ټربيون ته پخلى کړى چې  دعلماؤ يوه ډله به زر دکابل سفر وکړي  او دغلته به دټي ټي پي دمشرانو سره ليدنه وکړي، هغه په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button