پاکستانقبائلمهم خبرونه

جنوبي وزيرستان کې دانټرنيټ بنديدو خلاف دخلکو احتجاج

 جنوبي وزيرستان، نورعلي وزير

د خېبرپښتونخوا قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان تحصيل برمل اعظم ورسک بازار کې  مقامي خلکو دانټرنيټ تهري جي  فور جي  بنديدو خلاف احتجاجي مظاهره کړې ده.

مظاهرينو په اعظم ورسک کې  واک کړى اؤ په لاسونو کې يې پلى کارډونه پورته کړي وؤ چې پرې  دانټرنيټ دبحالۍ  نعرې درج وې.

 په دې موقعه  مظاهرينو وويل دانټرنيټ بنديدو   له امله   طالب علمان اؤ کاروباري طبقه سخته متاثره شوې ده.

ددوي وينا  وه چې په سيمه کې سوله راغلې ده او خلک دحکومت ملګرتيا هم کوي  ددې باوجود هم تر دې مهاله  دهغوي داسانۍ لپاره دانټرنيټ خدمات پځايې نکړى شول.

 احتجاجي مظاهره کې  دپيپلز ګوند ضلعي صدر امان الله وزير، ټولنيز کارکن شهزاده وزير، دپي پي پي ضلعي جنرل سيکرټري عمران مخلص او نورو وويل  دضلعي انتظاميې غړو ته څو ځله دانټرنيټ  تهري جي ، فورجي  دبنديدو شکايت شويدى په کوم چې  دوي ته  دانټرنيټ دخدماتو دبحالۍ باور خو ورکړى شوى خو تر دې مهاله بحال نکړى شول.

 دپيپلز ګوند لارښود عمران مخلص وويل  که چرې دامنيتي انديښنو له امله تهري جي فور جي خدمات بندولى شي نو پېښور، ډيره اسماعيل خان   اسلام اباد او په نورو سيمو کې روزانه دبدامنۍ پېښې رامينځته کيږي هلته خو دانټرنيټ خدمات نه شي بندولى.

  مظاهرينو وويل  دچارواکو په وړاندې يې  دانټرنيټ بنديدو مسئله راپورته کړې خو تراوسه نه ده حل شوې، دوي غوښتنه وکړه چې  تهري جي فور جي دې زر تر زره بحال کړى شي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button