مهم خبرونهنړۍ

اسرايلي پوځ په ډزو درې فلسطينيان وژلي،راپور

 دفلسطين دروغتيا وزارت وينا ده چې   په مقبوضه لويديزه غاړه کې   داسرايلي پوځ  په ډزو درې فلسطينيان  وژل شويدي او لس نور ژوبل شويدي.

 خواوشا 30ؤ اسرايلي پوځي ګاډو  دجمعې په سحر وختي په جينن کې  بريد کړى او  په الماراه نومې سيمه کې يې دښار ختيځه برخه کې يو ګاډى پخپله ولکه کې اخستى او پکې دننه ناستو څلورو کسانو باندې يې ډزې کړيدي چې له امله يې  درې  کسان وژل شوي او څلورم سخت ژوبل شويدى.

 فلسطيني خبري  ادارې  افا دوژل شوو کسانو نومونه څليريشت کلن بارا لهلوو، درويشت کلن يوسف صالح او څليريشت کلن ليتهو ابو سرور ښودلي دي.

اسرايلي پوح په هيبرو ژبه پخپل يو مختصر بيان کې  ويلي  هغوي  په دوؤ مختلفو مقاماتو دوسلو لټولو لپاره عمليات ترسره کول  چې ډزې پرې وشوې.

اسرايلي پوځ ويلي  دپوځيانو اړخ ته دډزو پيژندګلو شوې چاچې دترهه ګرو له لوري دهغوي دپه نښه کولو دپلان مخه نيولې ده او زياته کړې يې ده چې  هغوي دپېښې په ځايې کې  وسله موندلې چې پکې  دوه ايم-١٦ اسالټ رايفلې هم وې.

 په جينن کې  عيني شاهدانو ويلي هغوي شک لري چې اسرايليانو دراعد حازم په نوم ديو تن دکور  دړنګولو اراده لرله ، چاچې په ٧م اپريل په تل ابيب کې ډزې کړې وې چې له امله يې  درې اسرايليان وژل شوي وؤ، په ځوابي ډزو کې دغه هم وژل شوى و.

اسرايلي پوځ  دمقبوضه جينن کيمپ څخه چاپيره پخپلو بريدونو او عملياتو کې تندي راوستې چې مقصد يې  دغلته  دوسله وال مزاحمت مخه نيول دي.

 اندېښنه ده چې اسرايلي پوځ  په دغه کيمپ په لويه پيمانه بريد ترسره کولى شي، چرته چې  دفلسطين داسلامي جهاد او فتاح  تحريکونو  څانګې فعاله دي.

 دفلسطين دروغتيا وزارت وينا ده چې  سږکال داسرايلي حواکونو له لوري له 60ؤ څخه زيات فلسطينيان وژل شويدي.

  دمارچ دمياشتې راهسې دفلسطينيانو په بريدونو کې هم 19 اسرايليان وژل شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button