پاکستانمهم خبرونه

شهباز شريف وايي حکومت يې دتېلو دنرخونو سيوا کولو پرته بله چاره نه لرله

وزيراعظم شهبازشريف ويلي دي دايي ايم ايف او پي ټي ايي دحکومت ترمينځ دلاسليک شوې معاهدې له امله دحکومت سره دپيټرولو دنرخ سيوا کولو څخه پرته بله چاره نه وه.
په ټويټر خپل يو بيان کې وزيراعظم شهبازشريف ليکلي دي چې دپيټرولو دنرخ سيوا کولو له امله ورته داولس داغيزمنيدو احساس دى خو حکومت يې دپي ټي ايي دحکومت او ايي ايم ايف ترمينځ دلاسليک شوې معاهدې له امله بله چاره نه لرله او زياته کړې يې ده چې ډير زر به قام دايي ايم ايف او پي ټي ايي دمعاهدې دځانګړتياوؤ په اړه په باور کې واخلي
شهبازشريف طمع څرګنده کړې ده چې ” مونږ به له دې مشکلاتو څخه راوځو انشاء الله”
دشهبازشريف حکومت دپيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې تيره شپه يوځل بيا اضافه کړې اؤ دپيټرولو په نرخ کښې يې د24ؤ روپو اؤ درې پېسو اؤ ډيزلو په نرخ کې ئې د59ؤ روپو اؤ 16ؤ پېسو دليټر پسر داضافې اعلان کړى دى
دخزانې وفاقى وزير مفتاح اسماعيل يو مطبوعاتى کانفرنس ته دوينا په مهال ويلي دي چې دپيټرولو په نرخ کې د24ؤ روپو اؤ درېسو پېسو اضافې سره به ددې نرخ 233 روپو اؤ 89 پېسو ته ورسيږي، دډيزلو نرخ به د59 روپو اؤ 16ؤ پېسو اضافې سره 263 روپو او 31 پېسو ته ورسيږي.
دشهبازشريف حکومت له لورى دتيلو په نرخونو کښې دغه اضافه په داسې حال کښې شوې ده چې دوړاندې څخه په ټول هيواد کښې دګرانۍ دروانې چپې له امله اولس دسختو مالي مشکلاتو سره مخ دى اؤ غريب اولس خپل دامروزه ضرورتونه ني شى پوره کولے.
د ولس له لوري دشهبازشريف حکومت ددغه اقدام په ضد دسختې غم او غصې څرګندونه او دحکومت څخه دتيلو ګرانولو دپريکړې دواپس اخستو غوښتنه کولى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button